لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په شهباز شریف اؤ نورو سوؤنو مسلم لیګي مشرانو دترهګرۍ مقدمې جوړې کړل شوې


دپاکستان دپخواني وزیراعظم میا نوازشریف اؤ دهغه د لور مریم نواز زندان ته له لیږل کیدلو وروسته نن دشنبې په ورځ د نوازشریف د رور اؤ دمسلم لیګ نواز ګوند د مشر شهباز شریف، دپخواني وزیراعظم شاهدخاقان عباسي اؤ نورو سوونو لوړ پوړو مسلم لیګي مشرانو په ضد هم د ترهګرۍ اؤ بیلابیلې مقدمې درج کړل شوي دي.

پخوانی وزیراعظم نوازشریف اؤ دهغه لور مریم نواز دهیواد نه د باندې د ناجائزه شتمنیو لرلو په تور کې پرون د لندن نه په واپسۍ پاکستان نیول شوي اؤ د اډياله زندان ته لیږل شوي دي.

پخوانی وزیراعظم ته د احتساب محکمې د ۱۰ اؤ دهغه لور مریم نواز ته یې د اوو کالو دبند سزا اورولې ده.

لندن نه هیواد ته د بیرته راستنیدلو په مهال پرون ماښام د هیواد د بیلابیلو برخو نه په زرګونو مسلم لیګي غړي د خپل ګوند دنورو مشرانو په مشر ۍ دلاهور هوايي ډګر ته د هرکلي په غرض ورټول شوي وؤ .

نن دپنجاب په بیلابیلو سیمو کې پولیسو د نوازشریف هرکلي دپاره د لاریون ویستلو اؤ اړي ګړي جوړولو په تورونو د مسلم لیګې مشرانو په ضد دترهګرۍ اؤ نورو سختو جرمونو مقدمې درج کړي.

په کومو مشرانو چې مقدمې درج کړل شوي هغې کې شهباز شریف، دهغه زوئ حمزه شهباز،پخوانی وزیراعظم شاهد خاقان عباسي، جاوید هاشمي،پخوانی وزیره مریم اورنګزیب،راجه ظفرالحق،مشاهد حسین سید،عظما بخاري،کامران مائیکل اؤ په سوونو نور شامل دي.

له دې وړاندې پاکستاني مطبوعاتو داسې راپورنه خپاره کړي وؤ چې د نوازشریف هیواد د راستنیدلو څخه وړاندې پولیسو په پنجاب کې د مسلم لیک نواز په سوونو فعالین نیولي هم دي.

د مسلم لیګ نواز ګوند مشر شهباز شریف اوړمه ورځ یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په وخت د پنجاب پولیسو اؤ انتظامیې ته اورؤنه کړې وه چې حالات ټول عمر یو شان نه پاتې کیږي‌.

په پاکستان کې د مسلم لیګي مشرانو د نیولو اؤ دهغوئ په ضد دمقدمو جوړؤلو دا لړۍ په داسې حال کې روانه ده چې په دغه هیواد کې عامو ټولټاکنو ته یوازې ۱۱ ورځې پاتې شوي دي اؤ څیړونکي وایي چې دابادۍ په لحاظه دپاکستان تر ټوله ستره صوبه پنجاب کې مسلم لیګ نواز ډله زیات اکثریت لري .

په پاکستان کې مدام هغه سیاسي ګوند په اقتدار کې پاتې شوی چې د پنجاب څخه یې زیاتې رایې ترلاسه کړي دي.

XS
SM
MD
LG