له ناټو وروسته افغان دولت هم په ډاګه کړې چې دطالبانو سره د سولې خبرې به دامریکا په مشرۍ نه بلکې دافغان دولت په مشرۍ ترسره کیږي اؤ امریکا به دغو خبرو کې یوازې د اسانیو برابرؤلو دپاره افغانستان سره همکاري کوي.
تیره ورځ کندهار ته دافغانستان ددفاع وزیر سره افغانستان کې ناټو د روزنې دماموریت دمشر جنرال جان نیکلسن دسفر په مهال مطبوعاتو دښاغلي نیکلسن له خولې ویلي وؤ چې امریکا افغانستان کې دسولې دپاره هڅه کوي چې طالبانو سره نېغ په نېغه خبرو ته کښیني
خو د دوشنبې په ورځ دناټو د روزنې دماموریت دخپل سپیناوي بیان کې ویلي وؤ چې مطبوعاتو د جنرال نیکلسن دغه خبرې مطبوعاتو په ناسم ډول خپرې کړي دي.
ناټو ویلي د سولې خبرو کې امریکا د افغان دولت اؤ افغان ولس بدیل نه شي کیدلی بلکې د سولې دخبرو پروسه کې به یوازې اسانتیاوې ورکوي.
خو په عین حال کې د افغانستان د صدارتي ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي هم امریکا غږ اشنا ته ویلي “طالبانو سره به خبرې یوازې افغان دولت کوي بل هیڅوک نه شي کولی چې دافغان دولت استازیتوب وکړي”
هغه ویلي امریکه به دسولې خبرو کې ګډون ولري خو دغه ګډون به یوازې د اسانیو ورکولو دپاره وي
هغه دا هم ویلي چې افغان دولت د سولې کومه طرحه وړاندې کړې هغې ته د نړیوالې ټولنې ملاتړ ترلاسه دی.
طالبان د اوږدې مودې راهسې د امريکا سره د افغانستان د سولې د خبرو کولو غږ کوي او افغان حکومت د غربي هیوادونو ګوډاګې بلي.
خو امريکا په دې ټينګار کوي چې خبرې دې د افغانستان په مشرۍ ترسره شي.
نيويارک ټايمز ورځپاڼې د اتوار په ورځ په خپل رپورټ کې ویلي وو د خبرو دپاره کومه نېټه نه ده ټاکل شوې او دغه هڅې هم ناکامه کېدی شي خو د امريکا د خبرو دپاره رضامندي دې اړخ ته اشاره ده چې په افغانستان کې کړکېچ مات کړي.