لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: د داعش په ځانمرګي بريد کې د طالب کمانډر په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي


د افغانستان په شمال کې پروت ولايت سرپل کې د داعش په يو ځانمرګي بريد کې د يو طالب کمانډر په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي دي، ای پي ويلي دغه پېښه د نهې، سه شنبې په ورځ رامنځته شوې ده.

پرون د افغانستان د دفاع وزارت ویلي ؤ چې په جنوبي ولايت هلمند کې يې د طالبانو يو زندان مات کړی او ۵۸ بنديان يې ترې خوشي کړي دي.

خبري ادارې ویلي د ګل، دوشنبې په شپه د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د پولیس په يوه پوسته بريد کې نهه پوليس سرتيري وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي.

د پوليس ویاند ضیا دراني ویلي د پاکستان پولې ته نزدې ارغستان کې د وسله والو سره نښته کې ۲۵ طالبان هم وژل شوي او ۱۵ ژوبل کړی شوي دي.

افغانستان د تېرې يوې مودې نه د طالبانو ترڅنګ د داعش د بريدونو سره مخ دی، د ای پي ترمخه اوس واشنګټن په دې فکر دی چې په افغانستان کې د اوږدې جګړې ختمولو دپاره طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې وکړي.

په قطر کې د طالبانود دفتر يو غړي ای پي ته ويلي طالبان د امريکې سره نېغ په نېغه مذاکرات کول غواړي او د دغه کار دپاره دوی د بهرنيو پوځيانو وتلو سره نورې خبرې مېز ته راوړو ته تيار دي.

د سرپل د پوليس مشر عبدالقيوم باقيزوي ویلي د نهې په ورځ بريد په داسې حال کې شوی چې د سیمه ييزو مشرانو او طالبانو ليدنه روانه وه. هغه ويلي په وژل شوؤ کې ۱۵ مشران او پينځه طالب وسله وال چې پکې يې کمانډر هم شامل دی وژل شوي دي.

نوموړي ويلي په وروستيو کې په ياده سيمه کې د طالبانو او داعش ترمنځ دغلته نښتې سېوا شوي او په دغو جګړو کې دواړو غاړو ته خواؤشا ۱۰۰ تندلاري وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG