لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدرټرمپ:امریکایي ټولټاکنو کې د روسیې دلاسوهنې دعوه سمه ده


د امریکا صدر ښاغلی ډانلډ ټرمپ دخپلې دې خبرې نه پشا شوی چې ګنې دامریکا په ټولټاکنو کې روسیې مداخله نه ده کړې اؤ ویلي یې دي هغه دامریکا داستخباراتي شبکو دا راپوونه مني چې په کال۲۰۱۶م کې روسیې دامریکا په ټولټاکنو کې لاسوهنه کړې ده.

سپینه ماڼۍ کې خبریالانو سره خبرو کې ښاغلي ټرمپ ویلي هغه په بیلنسکي کې دا ویل غوښتل چې ددې خبرې دمنلو هیڅ توک نه جوړیږي چې روسیې د امریکا صدارتي ټاکنو کې مداخله کړې وه خو دهغه له خولې دغه ټکي سرچپه وتلي وؤ.

د دوشنبې په ورځ صدر ټرمپ خپلو خبرو کې د روس د صدر پوټن دا انکار منلی ؤ چې روسیې دامریکا ټولټاکنو کې هیڅ لاسوهنه نه ده کړې.

دصدر ټرمپ په دغو څرګندونو د امریکا د ري پبلیکن اؤ ډیموکریټک دواړو ګوندونو قانون سازانو سختې نیوکې کړې وې چې ټرمپ دخپل هیواد په استخباراتي شبکو دیو بهرنی مشر خبرو ته درناوی ورکوي.

قانون سازانو د صدر ټرمپ دصدر ټرمپ څرګندونې دامریکا د ولسمشرۍ سپکاوی ګرځولی ؤ.

د سه شنبې په ورځ سپینه ماڼۍ کې د ري پبلیکن قانون سازانو سره لیدنه کې ښاغلي ټرمپ ویلي هغه چې کله په بیلسنکي کې خپلې خبرې په لیکلې بڼه ولوستې نو د خپلې تیروتنې احساس ورته وشو.

هغه وویل غوښتل یې چې ووایي داسې هیڅ وجه په نظر نه راځي چې هغه روسیه ولې نه ده ؟خو په دغه جمله کې ترې د) نه( ټکی پاتې شوی

خو ددې ترڅنګ امریکایي صدر دا هم ویلي چې دټولټاکنو په نتیجو د روسیې دلاسوهنې داسې اغیز نه دی شوی چې له امله یې هغه هیلري کلنټن نه ګټه ترلاسه کړې وه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG