لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : په ښارونو کې په احتياط سره عمليات کوو، د طالبانو غبرګون


د امریکې د نيويارک ورځپاڼې رپوټ ته په غبرګون کې طالب ویاند ويلي په ښارونو کې د طالبانو د ځانمرګو بريدونو په اړوند د هغه د خبرې ناسم تعبير اخيستل شوی دی.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې پرون د شورو، چهارشنبې په ورځ يو رپوټ خپور کړی چې پکې ويل شوي وو طالبانو د څو کلونو په موده کې په لومړي ځل په عامو خلکو د ځانمرګو بريدونو نه کولو ويلي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د نيويارک ټايمز د خبر په غبرګون کې رسنیو ته په استولي خبر کې ویلي، د نیویارک ټایمز خبریال پوښتنه وکړه چې ولې له اختر څخه را وروسته په کابل یا بل کوم ښار کې مجاهدینو لوی فدايي بریدونه نه دي کړي.

"ځواب ورکړل شو، چې په ښارونو کې عملیات زمانگیره وي، مجاهدین خورا احتیاط کوي او هڅه کوي چې اهداف په ډير دقت سره په نښه شي، ترڅو له عملیاتو سره ملکي خلکو ته زیان ونه رسیږي؛ نو ځکه په ښارونو کې د عملیاتو اجرا څه وخت ته ضرورت لري او په تلوار سره نشي ترسره کیدلی، چې ان شاءالله د اهدافو په تشخیص کیدو سره به داسې عملیات ترسره شي".

طالب وياند ويلي له پورته ځواب څخه چې د نیویارک ټايمز خبریالانو ناسم تعبیر اخیستی او یا يې ښايي قصدا د خبرو د تحریف هڅه کړې وي.

د نيويارک ټايمز په خبر کي ويل شوي چې د نامالومه ځایه څخه ذبيح الله مجاهد په ټيليفون ورځپاڼې ته دغه خبره کړې ده چې وسله والو ته د عامو خلکو په ځايونو کې ځانمرګي بريدونه نه کولو ويل شوي دي.

هغه ويلي، "د اوربند وروستو په کابل کې دوی ځانمرګی بريد نه دی کړی او په ښارونو کې د مشرانو په وېنا دغه کار ودرول شوی دی".

ورځپاڼې د افغان ولسمشر اشرف غني د مرستیال ویاند شاه حسېن مرتضوي له قوله ويلي ؤ، مونږ د دوی په ليکو کې بدلون ليدی شو".

هغه ويلي ؤ "په ښارونو کې اوس ځانمرګي بريدونه کم شوي دي خو دا د ځانمرګو بريد پای نه ده".

نیويارک ټايمز ليکلي ؤ دغه بدلون په افغانستان کې د دولت او طالبانو د اوربند وروستو رامنځته شوی دی.

افغان دولت دروژې د مياشتې نه تر وړوکي اختر د پينځمې او بيا تر لسو نورو ورځو پورې اوربند کړی خو طالبانو يواځې د اختر په درېو ورځو کې اوربند اعلان کړی ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG