لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان د سولې او پېوستون د کاري پلان د فعاله کولو او پرانستې غونډه شوې


د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو د مرستيالانو په مشرۍ په کابل کې غونډه شوې چې پکې د دواړو هېوادونو د سولې او پېوستون د کاري پلان پرانسته شوې او فعاله کړی شوی دی.

د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير حکمت خليل کرزي د غونډې د پرانستې دستورې ته په وېنا کې د پاکستان د پلاوي کابل ته په تګ هرکلی ويلی او هيله يې څرګنده کړې ده چې دا کاري پلان به خپل اهداف ترلاسه کړي.

نوموړي د افغانستان لخوا د پاکستان سره په افغانستان او سيمه کې د سولې په لړ کې د همکارۍ په خبره ټينګار او ژمنه کړې ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو مرستیالې تهمينه جنجوعه هم دستورې ته وېنا کړې او د کاري پلان د عملي کولو په لړ کې يې د خپل هېواد د همکارۍ کلک پېغام ورکړی دی.

هغې ويلي دغه ناسته دوی مهمه ګڼي او په داسې حال کې يې پکې ګډون کړی چې په خپل هېوادکې يې دوه وروځې وروستو انتخابات کيږي خو هغه په دې ناسته کې ګډون ته ورغلې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ترمخه د پرانستې دغه دستوره او پلان به پينځه کاري ډلې ولري.

په دغو ډلو کې به یوه سياسي سفارتي، يوه پوځي، يوه استخباراتي، يوه اقتصادي او يوه د کډوالو دپاره ډله شامله وي.

درې ورځې وړاندې افغان ولسمشر د افغانستان د سولې په اړوند يوې غونډې ته په وېنا کې ویلي ؤ پاکستان سره د کاغذ پر مخ پرمختګ شوی دی خو له دغه هېواد سره باید زیات کار وشي چې عملي او محسوس نتایج یي ټول وګوري.

افغانستان او پاکستان تل په يو بل تورونه لګولي چې د بل پرضد خپله خاروه د بدامنۍ دپاره کاروي او د دواړو ترمنځ د اوږدې مودې نه اړيکې تاؤژنې او تل يې په مينځ کې د بې باورۍ فضا پاتې شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG