لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جوزف ووټل په افغانستان کې د تاو تریخوالي د مخنیوي په لړ کې په پاکستان غږ کړی


د امریکې د متحدوایالتونو د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال جوزف ووټل په افغانستان کې دسولې او ثبات په ټینګښت کې د پاکستان کردار اړین ګڼلی او له اسلام اباد څخه یې د داسې عملي اقداماتو د اخیستو غوښتنه کړې چې په هغې سره وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې مذاکراتو ته حاضرشي.

جوزف ووټل د ګل، دوشنبې په ورځ په کابل کې خبري ناستې ته په وینا کې ویلي له افغان سولې سره د پاکستان د همکارۍ د ترسره کېدو فرصت رامنځته شوی او واشنګټن د اسلام اباد له هغه مهم کردار سره چې په اړه یې ژمنه کړې مرسته کوي.

نوموړي ویلي د امریکا متحده ایالتونه د افغانستان د سولې او امن راوستو ته ژمن دی او په دې تړاو به له خپلو ټولو امکاناتو ګټه اخلي ترڅو دافغانانو په مشرۍ د سولې مذاکرات بریالي پړاو ته ورسیږي.

په ورته وخت کې دخبري کنفرانس پرمهال په افغانستان کې دمیشتو امریکا او نیټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکلسن ویلي امریکا متحده ایالت به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو لپاره زمینه برابره وي.

نیکلسن ویلي د افغانستان او جنوبي ایشیا لپاره دامریکا متحدو ایالتونولخوا د نوی ستراتیژۍ په اعلانیدوسره اوس مهال د سیمې په وضعیت کې څرګند بدلون راغلی دی.

نوموړي طالبانو ته د جمهور ريیس محمد اشرف غني لخوا دقید او شرط پرته دسولې وړاندیز چې په وینا یې د نړیوالې ټولنې د غوڅ ملاتړ سبب وګرځید او همداراز د امریکا ولس ته د طالبانو په لیک کې دسولې خبروته لیوالتیا د دې ستراتیژۍ د څرګندو بریاؤ ترلاسه کیدل وګڼل.

د امریکا دوه جيګپوړي پوځي چارواکي په داسې حال د افغانستان د سولې په راوستو کې د پاکستان لخوا د مثبت رول په ترسره کېدو او د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره دامریکا اعلان شوې ستراتیژي بريالۍ ګڼلې چې د تیرې یکشنبې د ورځې راهیسې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیالې تهمینه جنجوعه په مشرۍ یو پلاوی دا مهال د عمل پلان د پلي کیدو په هدف له افغان چارواکو سره په کابل کې په خبرو بوخت دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG