لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په لومړي ځل ښځينه ججه د هائيکورټ مشره قاضي نومول شوې


سيده طاهره صفدر
سيده طاهره صفدر

د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي ميا ثاقب نثار د بلوچستان هائيکورټ مشره ښځينه ججه سيده طاهره صفدر د بلوچستان هائيکورټ د مشر قاضي په توګه نومولې ده.

د بلوچستان صوبې د سترې محکمې مشر قاضي نورمحمد مسکانزی د اکتوبر د میاشتې په ۳۱م نېټه ريټايرډ کیږي او د هغې وروستو به طاهره صفدر دغه چوکۍ سمبالوي.

اغلې به د پاکستان د کوم لوړ پوړي عدالت لومړۍ ښځينه مشره قاضي وي.

ښاغلې صفدر په کال ۱۹۸۲م کې د بلوچستان سروس کمېشن امتحان پاس کړی اول د سيشن کورټ قاضي او بيا په کال ۲۰۱۱م کې د بلوچستان هائيکورټ لومړۍ ججه جوړه شوې وه.

سيده طاهره صفدر د پخواني پوځي امر پروېز مشرف پرضد د غدارۍ د قضيې په اورېدنه کې د درې کسيزه قاضيانو د ډلې غړې وه.

ښاغلې صفدر د بلوچستان د ياد قانون پوهه (وکيل) سيد امتياز باقري حنفي لور ده. هغه په پينځم اکتوبر ۱۹۵۷کې په کوټه کې زېږېدلې ده.

هغې ټولې زدکړې په کوټه کې ترلاسه کړي او په اردو ادب کې يې په کال ۱۹۸۰م کې د بلوچستان پوهنتون نه ماسټري کړې او د يونيورسټي اف لا کالج نه يې د وکالت ډګري ترلاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG