لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برطانیې د پاکستان په یو پخواني افسر راو انور باندې پابندۍ ولګولې


برطانیي د پاکستان د سند صوبي د پولیسو په یو پخواني افسر راو انور باندې د بشري حقونو د سرغړونو په تور، پابندۍ ولګولې.

د برطانیې حکومت په یو رسمي بیان کې ویلي چې احمد انور خان (راو انور) "د احتجاج کوونکو او اقلیتو ډلو د ناقانونه وژنو په شمول، د بشري حقونو د تاریخي سرغړونو په خاطر" د پابندیو په هغه لېست کې شامل شوی چې برطانیې ته یې سفر کول منعه دي او که په برطانیه کې اثاثې ولري، نو منجمدې به شي.

په راو انور باندې دا تور دی چې په څه باندې یو سلو نېوي (۱۹۰) اېنکاوټرونو (د پولیسو لخوا د کسانو په وژنه) کې شامل پاته شوی او له دې امله شاوخوا څلور سوه کسان وژل شوي دي.

یاده دې وي چې راو انور په دې هم تورن شوی و چې یو پښتون ځوان، نقیب الله محسود، یې په ۲۰۱۸ کې وژلی و. د نقیب الله محسود د وژل کېدو په خلاف د پښتنو او په خاصه توګه د پښتون تحفظ موومنټ لوی لوی احتجاجونه هم وشول، خو راو انور د عدالت لخوا په هغې قضیې کې تر اوسه مجرم ندی ګرځول شوی.

یاده دې وي چې برطانیې د راو انور ترڅنګ، په لسو نورو وګړو هم د پابندیو د لګېدو اعلان وکړ، چې نور یې د پاکستان نه بغیر د نورو ملکونو شهریان دي.

برطانیي د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل چې د امریکا سره په یو همغږي شوي ګام کې، د بشري حقونو د سرغړونې په تور، په یوولسو کسانو باندې پابندۍ لګولي دي. په دغو تنانو کې د ګامبیا افریقایي هېواد پخوانی صدر یحیی جامع هم شامل دی.

د ګامبیا په پخواني صدر یحیی جامع او مېرمن یې زینب جامع هم د برطانیې لخوا پابندۍ ولګېدې
د ګامبیا په پخواني صدر یحیی جامع او مېرمن یې زینب جامع هم د برطانیې لخوا پابندۍ ولګېدې

د برطانیې خارجه وزیر ډامېنیک راب په یو بیان کې ویلي، "برطانیه او زمونږ اتحادیان د بشري حقونو په هغو سختو او سیسټماټیکو سرغړونو رڼا اچول غواړي کوم چې د دغو کسانو لخوا ترسره شوي او په هغوی نن پابندۍ ولګېدې."

د دغو یوولسو کسانو په لېست کې چې د برطانیې لخوا ورباندې پابندۍ ولګېدې، د پاکستان، روس، وېنزوېلا او ګامبیا هېوادونو امنیتي کسان او چارواکي، او همدا شان د ګامبیا هېواد د پخوانی صدر یحیی جامع مېرمن هم شامله ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG