لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېلس ويلز په قطرکې د طالب استازو سره ليدلي، راپور


د سويلي اسيا دپاره د امريکې د بهرنيو چارو مرستيالي ايلس ويلز د قطر په پلازمينه دوحه کې د طالب استازو سره ليدلي دي، دغه خبر امريکايي ورځپاڼې وال سټريټ جنرال خپورکړی دی.

د ورځپاڼې ترمخه د ويلز په مشرۍ امريکايي پلاوي روانه اوونۍ په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر د استازو سره د افغان سولې په اړوند خبرې کړي دي.

خو په خبر کې ويل شوي چې نه طالبانو او نه ويلز په رسمي ډول د دغه ليدنې په اړوند څه ويلي دي.

د امريکې د بهرنيو چارو وزارت د دغه ليدنې په اړوند څه نه دي ويلي خو يوې پوښتنې ته په ځواب کې يې ویلي چې ويلز د قطري چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړوند د خبرو وروستو د نهې، سه شنبې په ورځ بيرته راستنه شوې ده.

د روانې اوونۍ په سر کې د بهرنيو چارو وزات ویلي ؤ چې د افغانستان د سولې په اړوند ويلز د قطر مسرستيال صدر اعظم او د دفاع چارو د وزير سره ليدلي وو.

د قطر يوې ورځپاڼې ويلي ؤ چې د دواړو خواؤ چارواکو د افغانستان د سولې د بهير په اړوند خبرې کړي دي.

او ويلز د قطري حکومت هرکلی کړی چې تېره مياشت يې په افغانستان کې د اوربند هرکلی يې کړی ؤ.

د ورځپاڼې ترمخه د ويلز د سفر وروستو د بهرنیو چارو ویاندې هېدر نوئرټ په ټويټر د قطر د تعميري همکارۍ او ملاتړ ستاينه کړې کړې ده.

روانه مياشت نيويارک ټائمز ورځپاڼې هم په يو راپور کې ویلي ؤ د امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ لوړ پوړو سفيرانو طالبانو سره د نېغ په نېغه خبرو کولو ويلي دي.

ويل شوي ؤ چې د افغانستان په اړوند امريکايي پاليسۍ کې مهم بدلون شوی تر څو د افغانستان د ۱۷کلنې جګړې ختمېدو دپاره خبرې پېل شي.

خو امریکايي چارواکو او په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ کې نژټو اېتلاف دغه رپورټونه رد کړي ؤ چې پکې ويل شوي صدر ډانلډ ټرمپ خپلو سلاکارانو ته د افغان طالبانو سره د نیغ په نیغه خبرو کولو امر کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG