لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:ټولټاکنو کې کوم ګوند څومره څوکۍ ګټلي دي؟


دپاکستان دټولټاکنو کمیسون د قامی اسمبلۍ د۲۵۱ دخیبرپښتونخوا د۹۵،دبلوچستان د۴۵د سندهـد۱۱۱۸ اؤ د پنجاب اسمبلۍ د ۲۵۱ څوکیو رسمي نتیجې اعلان کړي دي چې پکې په مرکز اؤ خیبر پښتونخوا صوبه کې تحریک انصاف ګوند تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلي دي.

قامي اسمبلي

دټولټاکنو دکمیسون دنتیجو ترمخه تحریک انصاف ګوند دقامي اسمبلۍ ۱۰۸،مسلم لیګ نواز ګوند ۶۲،پاکستان پيپلز ګوند۴۲، ازادو کاندیدانو۱۲،متحده مجلس عمل ۱۱ پاکستان مسلم لیګ ۵،ایم کیو ایم ۴ ګرینډ ډیموکریټک الائنس دوه،عوامی مسلم لیګ ،عوامي نیشنل ګوند، بلوچستان نیشنل ګوند اؤ پاکستان تحریک انسانیت یوه،یوه څوکۍ ګټلې ده.

د قامي اسمبلۍ د۱۹،دپنجاب د۶،سندهـد ۱۱ د خیبر پښتونخوا د۲ اؤ بلوچستان اسمبلۍ د ۵ؤ‌ څوکیو نتیجې لا نه دي اعلان کړل شوي.

دکمیسون داعلان له مخې عوامي نیشنل ګوند د قامي اسمبلۍ یوازې یوه څوکۍ ګټلې ده.

خیبر پښتونخوا اسمبلي

دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ تر ټولو زیاتې ۶۶ څوکۍ تحریک انصاف ګوند ګټلي دي اؤ عوامي نیشنل ګوند ۶،مسلم لیګ نواز ګوند ۵،متحده مجلس عمل ۱۰،ازادو امیدوارانو ۵ اؤ پاکستان پيپلز ګوند ۴ څوکۍ ترلاسه کړي دي.

سندهـ اسمبلي

په سندهـ اسمبلۍ کې پاکستان پیپلز ګوند۷۲،تحریک انصاف۲۰،ایم کیو ایم ۱۲، جي ډي ای ۱۱،مسلم لیګ نواز اؤ متحده مجلس عمل یوه یوه څوکۍ ګټلې ده.

بلوچستان اسمبلي

بلوچستان کې تر ټولو زیاتې ۱۳څوکۍ بلوچستان عوامي پارټۍ ګټلي،متحده مجلس عمل۸، تحریک انصاف۴ ازادو کاندیدانو ۵،بلوچستان نیشنل پارټۍ ۳،پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ۱اؤ بي این پي‌(ایم) ۵ څوکۍ وړي دي.

پنجاب اسمبلي

همدغه راز دپاکستان تر ټولو ستره صوبه پنجاب کې د مسلم لیګ نواز ګوند۱۲۷،دتحریک انصاف۱۱۷،ازادو کاندیدانو۲۷ ،دپاکستان پیپلز پارټۍ۶ دمسلم لیګ(ق)۷اؤ دتحریک لبیک پاکستان یو کاندید بریالی شوي.

دټولټاکنو دکمیسون لخوا اعلان کړل شوې دغه نتیجې که هرڅو بشپړ نه دي خو څیړونکي وایي چې په مرکز اؤ دوؤ صوبو خیبر پښتونخوا اؤ پنجاب کې تحریک انصاف ګوند د ازادو کاندیدانو په ملتیا دحکومت جوړولو جوګه کیدلی شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG