لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټول ګوندیز کانفرنس د سردوباره ټولټاکنو غوښتنه کړې


دپاکستان بیلابیلو سیاسي ګوندونو په دغه هیواد کې دترسره شوؤ ټولټاکنو د نتیجو منلو نه انکار کړی اؤ‌ غوښتنه یې کړې ده په۲۵م جولایي شوؤ ټولټاکنو کې ټګي شوې ځکه نو دا ټولټاکنې دې سر دوباره وکړل شي.

ددیني ګوندونو دائتلاف دمشر مولانا فضل الرحمان اؤ دمسلم لیګ نواز ګوند دمشر میا شهباز شریف په مشرۍ ترسره شوي ټول ګوندیز کانفرنس کې زیاتره سیاسي ګوندونه په دې خبره صلاح شوي دي چې ټولټاکنو کې کامیاب ګرځول شوي دپارلمان غړي دې سوګند وانه خلي.

ددغه کانفرنس رابلونکي مولانا فضل الرحمان ویلي “مونږ به ګورو چې ټولټاکنو کې دبریالي شوي ګوند تحریک انصاف غړي څنګه پارلیمان څنګه پرمخ وړي ، مونږ به هغوئ پارلیمان ته ننوتلو ته پرې نه ږدو”

دجمعې په ورځ اسلام اباد کې ترسره شوي دغه ټول ګوندیز کانفرنس ته دعوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وړاندیز کړی چې دبائیکاټ یا پرېکون ښه لاره به دا وي چې چې ټول ګوندونه باید سوګند وانه خلي.

سرچینې وایي د زیاترو سیاسي ګوندونو مشرانو د اسفندیار ولي خان ددغه وړاندیز سره اتفاق کړی خو د مسلم لیګ نواز ګوند مشر میا شهباز شریف ویلي چې دهغه ګوند به په دې اړوند خپلو کې صلاح مشوره کوي.

په دغه کانفرنس کې د مولانا فضل الرحمان اؤ شهباز شریف ترڅنګ دعوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان،دجماعت اسلامي مشر سراج الحق ،د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شیرپاؤ،پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي،دسندهـ صوبې ګورنر محمد زبیر،دپاکستان د ولقې لاندې دکشمیر وزیر اعظم راجا فاروق، دګلګت بلتستان لمړي وزیر حافظ حفیظ الدین،د جمعیت علماء پاکستان مشر شاه اویس نوراني دملت جعفریه مشر ساجد نقوي برخه درلوده.

د کانفرنس نه وروسته مولانا فضل الرحمان یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ویلي چې په ټولټاکنو کې د ولس رائیو باندې ډاکه اچول شوې ده اؤ هغوئ به د سردوباره ټولټاکنو دپاره تحریک چلوي.

په ۲۵م جولایي پاکستان کې ترسره شوؤ عامو ټاکنو کې د اسفندیار ولي خان په شمول مهم پښتانه سیاسي مشران محمودخان اڅکزی، مولانا فضل الرحمان، افتاب احمد خان شیرپاؤ، سراج الحق،امیر مقام، سکندرخان شیرپاؤ ، ایمل ولي ،حاجي غلام احمد بلور اؤ ګڼ نور د ماتې سره مخ شوي دي.

په پاکستان کې زیاتره ګوندونه اؤ څیړونکي شوؤ ټولټاکنو کې د ټګۍ تورونه لګوي

خو په دغو ټاکنو کې د بریالي شوي ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان پرون پخپله یوه وینا کې ویلي چې دمخالفو ګوندونو لخوا د لګول شوؤ تورونو پلټنو ته اماده دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG