د افغانستان کرکټ بورډ ویلي د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمد شهزاد محمدي باندې د بورډ د چال چلند د قانون د سرغړونې په سر د يوې نړیوالې سيالۍ څخه بندېز لګول شوی دی.
کرکټ بورډ ویلي "شهزاد محمدي د چال چلند قانون د اصولو د ماتولو له امله په یوې نړیوالې ۵۰ اوریزې لوبه کې ګډون نه شي کولی او دغه راز به نوموړی د یوې شل اوریزې لوبې د فیس ۵۰ سلنه جریمه هم ورکوي".
بورډ ویلي شهزاد د غازي امان الله جام سیالیو کې د سپین غر او بوست لوبډلو ترمنځ د لوبې په پای کې د ژوندۍ ټلویزیوني خپرونې پر مهال لوبڅارونکو (امپايرانو) ته یو ډول سپکاوی کړی ؤ.
"شهزاد په دغو مراسمو کې د خبرو کولو پر مهال د ډګر پر لوبڅارونکو نیوکه کړې وه او هغوی يې د لوبې نه ګټلو له امله یو ډول ملامت او پړه بللي وو".
محمد شهزاد په دغه ټورنمنټ کې د سپین غر لوبډلمشر(کپتان) و چې لوبډله یې د (جولای ۲۷، ۲۰۱۸) سیالیو په پایلوبه (فاينل) کې له بوست سره مخامخ شوه، بوست په دغه لوبه کې د پينځو ویکټو په ګټه سپین غر ته ماتې ورکړه او د غازي امان الله جام یې وګټلو.
بورډ ویلي "د دغې پرېکړې په بنياد شهزاد محمدي به د ایرلنډ پر وړاندې په لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه کې چې د روان کال د اګست په ۲۷ مه ترسره کېږي، ګډون ونشي کړلی".