لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال دوستم د ولسمشر اشرف غني سره ليدلي


د افغانستان ولسمشر اشرف غني د خپل مرستيال صدر جنرال عبدالرشيد دوستم سره په ارګ کې ليدلي دي.

د ارګ ترمخه ولسمشر اشرف غني، د لومړی مرستیال ستر جنرال عبدالرشید دوستم، د جمهوررئیس دویم مرستیال قانونپوه سرور دانش او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره نن غرمه په یوې ناستې کې د هېواد د مهمو مسائلو په اړه خبرې او بحث وکړو.

جنرال دوستم د روانې مياشتې په ۲۲م نېټه له شاوخوا ۱۴ میاشتنۍ جلا وطنۍ وروسته له ترکي څخه کابل ته ستون شوی ؤ.

ارګ د ننۍ ناستې په اړوند نور تفصيل نه دی څرګند کړی.

دوستم د ترکي څخه ستنېدو وروستو په لومړي ځل د ولسمشر اشرف غني سره ليدلي دي.

جنرال دوستم د تېر کال مې په مياشت کې ترکي ته تللی ؤ، په هغه د خپل يو سياسي مخالف سیال احمد ایشچي د جنسي تيري او د افغانستان د ګڼو خلکو د زورولو او تشدد تورونه دي.

د هغه ترکي ته د تګ وروستو ويل شوي وو هغه د دغو تورونو نه ترکي ته تښتېدلی خو دوستم دغه تورونه رد کړي او ويلي يې ؤ هغه درملنې له ترکي ته ولاړ.

او وروستو افغان ولسمشر هم ويلي چې هغه د څارنوالۍ نه په اجازه ترکي ته تللی دی.

افغان چارواکو د روانې مياشتې په لومړو کې منلې چې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم پرضد د شکنجې او جنسي تیري مقدمه یا دوسیه محکمې ته د پریکړې لپاره استول شوې ده.

د روان کال مې په مياشت کې د افغانستان یو شمېر سیاسي ګوندونو او شخصیاتو په دغه هېواد کې د راتلونکو ټولټاکنو دپاره په ترکی کې د یو نوي سیاسي ائتلاف په جوړولو موافقه هم کړې وه.

په دغه ائتلاف کې دوستم هم شامل ؤ، او ائتلاف ويلي ؤ چې په راتلونکو ټولټاکنو کې به د یو پیاوړي رول لوبولو دپاره ډیر زر په کابل کې خپل سیاسي فعالیتونه پېل کړي.

دغه ائتلاف د جمعت اسلامي، حزب وحدت اسلامي او د دوستم د جنبش ګوند لخوا جوړ شوی او له ولسمشر غني څخه یې د اصلاحاتو غوښتنه هم کړې ده.

په دوستم یو شمېر انتقاد کونکي په دې باور دي چې دغه ایتلاف د دوستم لخوا د دې لپاره جوړ شوی چې د ایشچي په مسله کې د دوستم په وړاندې له نرمۍ څخه کار واخیستل شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG