لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ: د پوځ او ایس ایس ای پخواني مشران ولې په بهرنیو هېوادونو کې نوکرۍ کوي؟


واشنګټن ـــ د پاکستان لوی عدالت (سپریم کورټ) له دفاع وزارته پوښتنه کړې چې د پوځ پخواني جنرلان او مشران تر ریټایر کېدو وروسته ولې د قانون خلاف تر دوه کاله مخکې په بهرنیو هېوادونو کې نوکرۍ کوي.

د شورو- چارشنبې په ورځ د سرکاري افسرانو د دوه ګوني شهریت لرلو د مقدمې د اورېدنې په مهال د سپریم کورټ مشر قاضي ثاقب نثار وویل، د پوځ پخواني مشر جنرل راحیل شریف او د استخباراتي ادارې پخواني مشر جنرل شجاع پاچا د ریټایرمنټ تر دوه کلنې مودې مخکې په بهرنیو هېوادونو کې دنده پیل کړې ده. قاضي نثار ویلي:

"له قانون سره سم سرکاري افسران له ریټایر کېدو وروسته تر دوو کلونو پورې له هېواده بهر نوکري نه شي کولای. جنرل پاچا او جنرل شریف دواړو بهر نوکرۍ پیل کړې. آیا قانون پر پوځي افسرانو نه عملي کېږي؟".

د دوه ګوني تابعیت د مقدمې اورېدنې ته د دفاع وزارت سیکرټر هم وړاندې شوی وو. د سپریم کورټ قاضي هغه ته د دې خبرې د باوري کولو امر کړی، چې ګواکې هغه کسان د پوځ له خوا له هېواده بهر په دنده نه دي ګومارل شوي چې دوه ګونی شهریت لري.

د مقدمې د اورېدنې په مهال سرکاري وکیل عدالت ته ویلي، له قانون سره سم وفاقي حکومت سرکاري ملازم ته په بهرني هېواد کې د نوکرۍ اجازه ورکولای شي او تر ریټایر کېدو دوه کاله وروسته یو سرکاري نوکر په بهرني هېواد کې نوکري کولای شي.

قاضي نثار د اورېدنې په مهال ویلي، سره له دې چې په دې برخه کې قانون شته خو سرکاري ملازمین څنګه تر ریټایر کېدو سمدستي وروسته بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي، ځکه چې وایي له دوی سره حساس معلومات وي. قاضي نثار په دې اړه له دفاع وزارته تصیلات غوښتي او د مقدمې اورېدنه یې د اګست تر ۷مې ځنډولې ده.

د پاکستان د دفاعي چارو څېړونکی او پخوانی پوځي افسر بریګېډیر سید نذیر په پوځ کې د دوه ګوني شهریت او په بهرنیو هېوادو کې د پوځي افسرانو د نوکرۍ په اړه وي.او.اې ډیوه ته وویل، نه یواځې پوځي افسران بلکې د دوی مېرمنې هم دوه ګونی شهریت نه شي اخیستلای:

"قانون خو دا دی چې له ریټایرمنټ وروسته دوه کاله [پوځي افسر] په سیاسي چارو کې فعالیت نه شي کولای، بل دا چې که چېرې څه نوکري کوي نو له حکومته به اجازت غواړي چې این او سي ورکړي".

بریګېډیر سید نذیر وایي، جنرل راحیل شریف ته خو حکومت له هېواده بهر د دندې کولو اجازه ورکړې وه، خو د ای ایس ای د پخواني مشر جنرل شجاع پاشا پر بهر نوکرۍ مخکې هم نیوکې شوې وې:

"دی د استخباراتي ادارې [ای ایس ای] لوی مشر تېر شوی دی او له ده سره نه ښایي چې په پردي ملک کې په یو پرایوېټ اداره کې نوکري وکړي، ځکه چې له ده سره ډېر حساس معلومات دي او دا د ملک لپاره خطره ده".

د پاکستان سپریم کورټ د کورنیو چارو له وزارته په نورو محکمو کې هم د هغو سرکاري ملازمینو په اړه پوښتنې کړې، چې دوه ګونی شهریت لري.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG