لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ افغانستان سره په پوځي کچه پرمختګ باندې خوښي څرګنده کړې


د پاکستان د پوځ د لوړ رتبه جرنېلانو (کور کمانډرز) په غونډه کې خوښي څرګنده کړی شوې چې د افغانستان سره يې په پوځي کچه اړيکو کې پرمختګ شوی دی.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په مشرۍ د (شورو، چهارشنبې د ورځې) په غونډه کې خوښي څرګنده شوې ده، چې د سولې او ثبات دپاره د افغانستان او پاکستان د کاري پلان (ای پي ای پي پي اېس) د لارې د سيمې د امن دپاره د دواړو هېوادونو په پوځي کچه اړيکو کې پرمختګ شوی دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او ثبات د کاري پلان په اړوند د روان کال اپرېل په مياشت کې د پاکستان د مخکني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د کابل د سفر په مهال افغان ولسمشر اشرف غني سره خبرې شوې وې.

د دغه پلان په مهمو خبرو کې ويل شوي ؤ چې پاکستان به په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهير ملاتړ کوي، د دواړو هېوادونو مخالفه ترهګرو پرضد به ګامونه اخستی شي.

دغه رنګ دواړه هېوادونه به خپله خاوره د بل پرضد نه کاروي، يو بل سره به مالومات شريکوي، د يو بل د حدودو سرغړونه به نه کوي، او ټولې خبرې به د ميډيا يا ولس په وړاندې کولو په ځای د د کاري پلان د لارې کولی شي.

د مې په مياشت کې په اسلام اباد کې په کاري پلان ختمي خبرې شوې وې.

په ياد کاري پلان د عمل کولو په لړ کې په رسمي ډول د پرانستې دستوره د روانې مياشتې په ۲۲م نېټه په کابل کې ترسره شوې وه.

د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير حکمت خليل کرزي او د پاکستان د بهرنيو مرستيالې تهمينه جنجوعه په دستوره کې ګډون کړی ؤ.

ويل شوي وو چې دغه کاري پلان به پينځه ډلې ولري چې پکې به یوه سياسي سفارتي، يوه پوځي، يوه استخباراتي، يوه اقتصادي او يوه د کډوالو دپاره ډله شامله وي.

د پاکستان په انتخاباتو کې د ګټې ترلاسه کولو وروستو د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان ويلي د افغانستان هر اړخيزه غوره اړیکې غواړي.

او افغان ولسمشر اشرف غني په انتخاباتو کې په بريا عمران خان ته اومبارکي ويلې او د کابل د سفر بلنه يې هم ورته ورکړې ده.

څيړونکي وايي د عمران خان سره ښه موقع ده چې د مودو نه د افغانستان سره تاؤژنې اړیکې ښې کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG