لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اردوغان په ترکي چارواکو باندې امریکايي بندیزونه بې ګټې وګڼل


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترکیې په حکومتي چارواکو باندې د امریکا لخوا لګېدلي مالي بندیزونه بې ګټې وګڼل او وویل چې داسې ګواښونه به ترکیه د خپل عدلي نظام د خپلواکۍ پر سر کوم جوړجاړي ته مجبوره نه کړي.

"زمونږ پرضد له ګواښونو ډکې دغه ډول څرګندونې به د هېچا په ګټه نه وي. مونږ له امریکا سره د ناټو په چوکاټ کې خپل غوره پیوستون ښودلی دی. "

د امریکا د مالیې وزارت د شورو یا چهارشنبې په ورځ په دوو ترکي حکومتي چارواکو باندې وروسته له هاغې مالي بندیزونه ولګول کله چې ترکیې د نیول شوي امریکايي مذهبي کس (پادري) له خوشې کېدو څخه انکار وکړ.

د ماليې وزارت وویل چې دغه بندیزونه د ترکیې د عدلیې په وزیر عبدالحامد ګل او د کورنیو چارو په وزیر سلیمان سویلو باندې لګېدلي دي.

د یادو بندیزونو له مخې به ددغو دوو ترکي چارواکو ټولې هغه پانګې کنګل کړای شي کومې چې په امریکا کې دي او امریکايان به نشي کولای چې له دوی سره د پیسو راکړه ورکړه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یو بیان کې ویلي دي چې که څه هم د انډریو په اړه ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردغان سره څو ځله خبرې کړیدي خو هغوی یې له خوشې کېدو څخه انکار کړی.

ولسمشر ټرمپ ویلي چې د دغو بندیزونو لګول یو مناسب کار وو.

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پینس ویلي وو چې په یادو چارواکو به تر هغو بندیزونه لګېدلي وي تر څو پادري انډریو راخوشې نه شي.

امریکايي چارواکي وايي، چې ګل او سویلو دواړو د نیول شوي امریکايي مذهبي کس اندریو برونس په نیول کېدو کې غټ لاس درلود.

انډریو په ترکیه کې د تېرو ۲۱ میاشتو راهیسې د ترهګرۍ د تورونو له امله په زندان کې وو.

تېره اونۍ پادري انډریو برنسن له زندان څخه ویستل شوی او په کور کې نظربند شوی خو ترکي چارواکو د امریکا د ټولو ګواښونو سره سره امریکا ته دده له لېږلو سره مخالفت وکړ.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG