لاس رسیدونکی لینک

 
د افغانستان د ملي کرکټ لوبډلې مشر به اوس د اصغر افغان په نوم پیژندل کیږي
تازه خبر

د افغانستان د ملي کرکټ لوبډلې مشر به اوس د اصغر افغان په نوم پیژندل کیږي


د افغانستان د ملي کرکټ لوبډلې مشر محمد اصغر خپل تخلص د ستانکزي څخه افغان ته بدل کړی او په برېښنايي پېژندپاڼه کې يې نوم محمد اصغر افغان ليکلی دی.

اصغر په ټويټر د برېښنايي پېژندپاڼې (کمپيوټري شناختي کارډ) عکس خپور کړی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، د ملي لوبډلې لوبډلمشر به له دې وروسته د محمد اصغر افغان په نوم پیژندل کیږي.

"د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد اصغر افغان، چې تر دې مخکې د محمد اضغر ستانکزي په نوم پیژندل کیده، د افغانانو ملي هویت ته د احترام په پار خپل تخلص بدل کړ".

بورډ ویلي، "ښاغلي افغان دا اقدام بریښنایي پیژندپاڼې ته د نوم لیکنې پر مهال وکړ او خپله نوې تذکره یې د محمد اصغر افغان په نوم تر لاسه کړه".

د افغانستان د ملي لوبډلې مشر خوښي ښودلې چې له دې وروسته به د افغان ویاړلې کلمه د هغه د نوم برخه وي او زیاته کړې يې ده،

"د نړی په ګوټ ګوټ کې مونږ ته د افغانانو خطاب کیږي او دا زمونږ ملي وجیبه او وجداني دنده ده چې په خپل هویت وویاړو او د ساتنې لپاره یې کار وکړو".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG