د قطر د بهرنيو چارو وزارت ويلي ځانګړي استازي يې د افغانستان ولسمشر اشرف غني سره په کابل کې ليدلي او د افغانستان سره د دوه اړخيزو اړيکو ترڅنګ يې په دغه هېواد کې د روانې شخړې د هوارولو په اړوند خبرې اترې کړي دي.
د قطر د بهرنيو چارو وزارت ويلي ځانګړي استازي مطلق بن مجيد القحطاني د شورو، چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ولسمشر اشرف غني سره ليدلي او ويلي يې دي چې په دغه ليدنه کې په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړوند د قطر د هڅو او مينځګريتوب په سر خبرې شوي دي.
په بيان کې د نوم اخستو پرته ویل شوي چې قطر په افغانستان کې په جګړه کې د ښکلېو فريقېنو د رايوځای کولو هڅه کوي.
بیان کې ویل شوي افغان ولسمشر اشرف غني د افغان فريقېنو ترمنځ د منځګړيتوب او په دغه هېواد کې د سولې او ثبات د ملاتړ دپاره په هڅو کولو د قطر ستاينه کړې ده.
د قطر د استازي د کابل د سفر په اړوند افغان حکومت په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
د قطر د استازي او افغان ولسمشر دغه ليدنه په داسې حال کې شوې ده چې په وروستيو کې د سويلي اسيا دپاره د امريکې ځانګړې استازې اېلس ويلز په قطر کې د طالب استازو سره ليدلي دي.
يو طالب مشر وی او ای سره په خبرو کې منلې چې په افغانستان کې د سولې په اړوند يې امريکايي استازې سره د قطر په پلازمينه دوحه کې نېغ په نېغه خبرې شوي دي.
دا چې د امريکا او طالبانو د نېغ په نېغه خبرو په مهال د قطر د استازي د کابل سفر څومره ارزښت لري، څيړونکی او خبريال مشتاق يوسفزی وايي، د مخکې په پرتله دې ځل له داسې ښکاري چې د افغانستان د سولې په اړوند د طالبانو او امريکې ترمنځ خبرې مخ په وړاندې لاړې شي.
وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ښاغلي يوسفزي وویل، "په وروستيو کې په قطر او متحده عرب اماراتو کې درې ځله ليدنې شوي دي او دغه ليدنې په افغانستان کې د طالبانو سره د خبرو په اړوند دي، نو قطر په داسې کې ډېر ارزښت لري ځکه چې دغلته د طالبانو دفتر دی او قطر به په دغو خبرو کې افغانستان په اعتماد کې اخلي".
نوموړي زياته کړه " ما په وړومبي ځل د طالبانو نه دا خبره اورېدلې ده او هغوی وايې چې د وړاندې په پرتله يې د پاکستان او افغانستان د استازې سره يې چې وروستي کوم ملاقاتونه شوي دي په هغې کې امريکايان ډېر په ګرمجوشۍ ليدنو ته راځي او هغوي غواړي چې دا خبره دې اوس حل شي".
يوسفزي زياته کړه يو خو په وروستيو کې درې ځله ليدنې وشوې او بل دا هم ويل کيږي چې يو بله ليدنه کيږي که څه هم د دغه ليدنې د ځای او وخت په اړه څه نه دي ويل شوي خو د هغه په خيال په دې ليدنه کې به دواړه فريقه طالبان او افغانستان يو بل ته خپل شرطونه وړاندې کوي.
هغه وويل په لږ وخت کې زر زر ليدنې ښايي چې د افغانستان د شخړې د هواري په اړوند خبرې مخ په وړاندې ځي.
په قطر کې د امريکايي استازې او طالبانو د خبرو په اړوند پوښتنې ته د امريکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکې په ځواب کې ویلي "امریکا د افغان حکومت سره په مشوره د امن بهیر په وړاندې بوتلو دپاره لارې لټوي".
د امریکې د خارجه وزارت چارواکي دا خبره په ډاګه کړې ده چې افغان حکومت د مذاکراتو د شروع کولو په عمل کې په مکمله توګه شریک و.
چارواکې ويلي چې "د افغانستان د سیاسي اینده په اړه هر ډول مذاکرات به د طالبانو او د افغان حکومت ترمنځ کېږي".