لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پمپیو له خپل ترکي سیال سره د انډریو برونسن پر خوشې کېدو خبرې وکړې


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د امریکايي پادري انډریو برونسن د خوشې کېدو د هڅو په لړ کې نن د جمعې په ورځ له خپل ترکي سیال سره ولیدل.

برونسن په ترکیه کې د ترهګرۍ د ملاتړ په تور بندي شوی دی.

د برونسن د بندي کېدو له امله د ټرمپ ادارې په ترکي چارواکو باندې بندیزونه ولګول خو ترکیه وايي، چې دغه بندیزونه ورته د منلو وړ نه دي.

پمپیو د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر میولوت کووسوګلو سره په سنګاپور کې د اسیايي مشرانو د غونډې په څنډه کې ولیدل.

پمپیو له ده سره په سفر کې یوځای خبریالانو ته له یادې غونډې مخکې وویل، چې امریکا ترکیې ته خبرداری ورکړی چې دا وخت هېواد ته د برونسن د بېرته تګ دی.

له پمپیو سره تر خبرو وروسته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر کووسوګلو خبریالانو ته وویل چې خبرې یې ګټورې وې:

"زه ویلی شم چې خبرې ډېرې رغنده او ګټورې وې. یقینا چې ټولې ستونزې به په یوې لیدنه کې حل نه شي خو مونږ د همکارۍ، ګډ کار کولو او د خبرو اترو له لیارې د ستونزو د حل کولو په اړه موافقه وکړه. کله چې مونږ بېرته خپلو هېوادونو ته ولاړ شو نو مونږ به د شته ستونزو د حل په برخه کې ګامونه پورته کړو. "

تمه ده پمپیو به په سنګاپور کې له خپلو اسیايي سیالانو سره په خبرو کې د جنوبي چین سمندر د ځمکنۍ بشپړتیا د ستونزې او د میانمار د راخین د ستونزې ترڅنګ د انټرنیټي خوندیتوب پر مسلو هم خبرې وکړې.

پمپیو مالیزیا ته د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ورسېد.

اسیا ته دا د هغه د سفر لومړنۍ دمه ده په کومه کې چې تمه ده هغه به د ازادې سوداګرۍ او د اټومي وسلو د ختمولو په برخه کې په شمالي کوریا باندې د فشارونو پر زیاتوالي باندې زور راوړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG