لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګردېز: د شيعه ګانو په جومات ځانمرګي بريد کې د وژل شوؤ شمېره ۳۴ ته رسېدلې


د افغانستان د پکتيا ولايت په مرکز په ګردېز کې پرون د جمعې په ورځ د شيعه ګانو په خواجه حسن جومات ځانمرګي بريد کې د وژل شوؤ شمېره ۳۴ ته رسېدلې او پېښه کې ۹۴ تنه ژوبل شوي دي.

افغان ولسمشر اشرف غني "د دې جنایتکاره او اسلام ضد عمل د سخت غندلو ترڅنګ وویل، د ترهګرو له لوري پر ملکي وګړو او جوماتونو بریدونه چې له اسلامي او انساني ارزښتونو سره په ټکر کې دي ، یو ځل بیا يې د دوی پلید ماهیت څرګند کړ".

د ارګ ترمخه ښاغلي غني "څرګنده کړه د تروریستانو دا ډول جنایتکارانه اعمال زمونږ د ولسونو ترمنځ مذهبي تفرقه نشي ایجادولی، ځکه د افغانانو په منځ کې مذهبي وحدت او زغم د اسلاميهېوادونو په کچه بې ساری دی چې دا وحدت او د نظرونو یووالی به تلپاتې وي".

د پکتيا چارواکو په بريد کې د وژنو او ژوبلو د شمېرو پخلی کړ ی دی.

چارواکو ويلي په ژوبلو کې د ځينو روغتيايي حالت مرګونی دی ځکه کابل ته د درملنې دپاره انتقال کړی شوي دي.

طالبانو ويلي د ګردېز په ځانمرګي بريد کې لاس نه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG