لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په سپريم کورټ کې د علي وزیر د ضمانت په خواست اورېدنه بيا ونه شوه


د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ علي وزیر وکیل وايي، په سپريم کورټ کې د علي وزير د ضمانت په خواست اورېدنه نن هم ونه شوه، او د اورېدنې د لسټ څخه وويستل شوه. خو وروسته د علي وزیر وکيل صلاح الدين ګنډاپور وويل، د بيا اورېدنې دپاره سبانۍ نېټه ورکړل شوه.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې د علي وزیر وکیل صلاح الدين ګنډاپور وویل، "نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (29 نومبر) چې د علي وزیر د ضمانت په خواست اورېدنه وه، د ويډيو لنک د لارې دغه اورېدنه کېده خو چې څنګه ويډيو لنک برابر کړی شو او د ججانو د کښېناستو وخت راغلو، د هغې نه وړاندې اعلان وشو چې د علي وزير اورېدنه د اورېدنو د لسټ څخه لرې (ډي لسټ) کړی شوه".

هغه وویل کومه اورېدنه چې د قضيو اورېدنو د لسټ څخه بهر کړی شي د هغې بيا په خپل نمبر اورېدنه کيږي ځکه هغه به اوس عدالت ته بل خواست کوي چې دغه اورېدنه دې زر وشي.

ګنډا پور وويل، نن جسټس عمر عطا بنديال، جسټس سجادعلي شاه او منصور علي شاه د علي وزیر د ضمانت په خواست اورېدنه کوله.

وي او اې ډیوه د نوموړي وکیل نه پوښتنه وکړه، علت وويل شو چې ولې دا اورېدنه وځنډول شوه؟، هغه وويل "هيڅ وجه ونه ويل شوه، وجه يې ټولو ته مالومه ده".

وروسته نوموړي وکيل وي او اې ډیوه ته وويل، عدالت د علي وزیر د ضمانت په خواست د اورېدنې دپاره سبانۍ د 30 نومبر نېټه ورکړه، او سبا به د قضيې اورېدنه په سپريم کورټ کې کيږي.

له دې وړاندې په 26 نومبر په دغه خواست اورېدنه شوې وه، خو د سیند صوبې د پراسيکيوټر جنرل (څارنوال) د غېر موجودګۍ له امله دا اورېدنه ځنډول شوې او ننۍ نېټه پکې ورکړی شوې وه.

علي وزیر د تیر کال د دسمبر د مياشتې راهسې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړه مقدمه کې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی.

دغه مقدمه چې په کراچۍ کې د پي ټي اېم د شپږم دسمبر 2020 د جلسې وروسته درج شوې، په ياده مقدمه کې تور لګولی شوی چې جلسې ته وېنا کوونکو د رياست او رياستي ادارو پرضد د کرکې او شر ډکې وېناګانې کړي دي.

په دغه مقدمه کې يواځې علي وزیر په زندان کې دی او عدالت پکې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين او د قامي اسمبلس غړی او د قومي جمهوري ګوند (اېن ډي اېم) مشر محسن داوړ او دوه نور کسان اشتهاري ګرځولي دي.

په ياده مقدمه کې د علي وزير د ضمانت خواست اول د ترهګرۍ د مقدمو اورېدونکې عدالت د روان کال د فرورۍ په میاشت کې، بيا د سيند هايکورټ په لومړي جون د هغه د ضمانت خواست رد کړی وو.

د علي وزير د خوشي کولو دپاره پي ټي اېم احتجاجي جلسې روانې کړي او پرون د اتوار په ورځ يې په کوټه کې جلسه کړې ده.

جلسې ته په وېنا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وويل دلته چې څوک د امن خبره کوي هغوی په جېلونو کې اچول کېږي. د پشتين په خبره د غورځنګ مخکښان او غړي په زندان کې اچول شوي خو بل لوري ته حکومت له سخت دریځو ډلو سره روغې کوي.

هغه وويل"علي‌ وزیر، حنیف پښتین ،اویس ابدال او نور په دې تور په زندان کې دي چې د پاکستان ادارو ته یې بد ویلي دي خو د هغه تحریک لبیک پاکستان ټول غړي یې خوشي‌ کړل شي پر هم دې ادارو یې د کفر فتواوې لګولې وې."

په وروستیو کې د عوامي نيشنل ګوند لخوا او په لاهور کې د عاصمه جهانګیر په کانفرنس کې هم د علي وزير د خوشي کولو غوښتنه شوې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG