لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: د پاکستان سره د ممکنه معاهدې وروسته هم طالبان بیرته وسله راخستی شي


په افغانستان کې د تحريک طالبان او پاکستاني چارواکو د روانو خبرو اترو په اړه څيړونکي وايي که دا وسله وال په څه شکل هم خپلو سيمو ته بیرته راستانه شو نو غالب امکان دی چې څه موده غلي شي خو بیا به دوی خپلو وسله والو عملياتو ته لاس اچوي، خو د مزاکراتو پلويان وايي حکومت به د دغو خلکو د بيا بحالۍ او وسلې ته د بيا نه لاس کولو دپاره کوټلې تګ لاره جوړوي.

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د تحريک طالبانو پاکستان د پاکستاني چارواکو سره مزاکرات په دمې دمې سره روان دي، او مطبوعاتي راپورونه وايي دغه خبرې د پاکستان پوځ کوي.

خو د پاکستان د پارليمان غړو ويلي دوي په دغو خبرو په اعتماد کې نه دي اخستل شوي.

د پاکستان پوځ د ټي ټي پي سره د خبرو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي او سياسي حکومت هم په دغه موضوع غلی پاتې دی.

د پاکستان د لوري د ټي ټي پي سره د خبرو دپاره جوړې جرګې يو غړی وايي، په دې راتلونکو څو ورځو کې د ملاکنډ او قبايلي ضلعو نه د مشرانو جرګه هم افغانستان ته تلونکې ده.

د جرګې غړي وي او اې ډيوه ته د نوم نه څرګندولو او غږ نه خپرولو په شرط وويل لا ورته افغانستان د تلو ښکاره نېټه نه ده ښودل شوې او نه دې جرګې ته دواړو فرېقېنو واک ورکړی دی.

هغه زیاته کړه، دوي به اول د دواړو فريقېنو سره خبرې کوي د هغوي بيانونه به اوري او بيا به واک اخلي چې کومه پريکړه وکړي.

خو د طالبانو يوې سرچيني ډيوه ته وويل دوي دغه جرګې ته درناوی لري خو د ضمانت په توګه به د افغان طالبانو ډېر اثر رسوخ دوي ته قابل قبول وي.

څيړونکي وايي دا اندېښنه موجوده ده، د تحريک طالبان پاکستان غړي که د هرې معاهدې لاندې خپلو سيمو ته واپس راشي نو د څه مودې غلي پاتې کېدو وروسته به بيا وسلې ته لاس کوي.

د اسلاميه کالج پوهنتون د سياسياتو څانګې استاز شانواز مشال وايي وړاندې چې هم کومې معاهدې شوې وې د هغې په نتيجه کې طالبان مضبوط شوي وو او نورو علاقو ته هم خواره شوي وو.

نن د ګل/ دوشنبې په ورځ 30 مۍ د تحريک طالبان پاکستان لخوا د اعلان شوې ډز بندۍ اخرۍ ورځ ده.

نن د ګل د ورځې ماسپښين پورې د طالبانو له اړخه ړ دغه ډز بندۍ د غځولو کوم اعلان نه دی شوی، خو په مزاکراتو خبر د طالبانو يو سرچينې ډيوه ته وويل تر څو چې د پاکستاني چارواکو او طالبانو ترمېنځه خبرې روانې وي ترهغې به ډز بندي جاري وي.

څيړونکي او خبريال حق نواز وي او اې ډيوه ته وويل د ممکنه معاهدې په صورت کې ښکاري که طالبان واپس راشي نو خپل وسله وال عمليات به جاري ساتي، بايد چې د دغې معاهدې لاس ليک کېدو وړاندې په قامي کچه بحث وشي او پارليمان په اعتماد کې واخستل شي.

د پاکستان د پوځ پخوانی بريګډيير سيد نذير ډيوه ته وويل د طالبانو د معاهدې په صورت کې د واپس راتلو په اړه ډېرې اندېښنې موجودې دي، خو حکومت به د دې څه نا څه د حل لارې ضرور لټوي.

د طالبانو سره د خبرو په اړه تر اوسه د پاکستان د مرکزي او صوبايي حکومت لخوا تفصيلي مالومات مخې ته نه دي راغلي، او د پاکستان پوځ هم په دې اړه ميډيا ته څه نه دي ويلي.

څيړونکي وايي که معاهده وشي نو د هغې وروسته به عام ولس او په خاصه توګه هغه خلک په اعتماد کې اخستل ګران وي چې د تحريک طالبان پاکستان بريدونو کې يې خپل خپلوان وژل شوي او د ترهګرۍ ضد جګړه کې يې کورونو او کاروبارونو ته زيان اوښتی دی.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG