لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیمې او نړۍ مهم خبرونه


د امریکا د سمندري پوځونو مشر وايي، د چین پوځي بېړۍ په شمالي اټلانټیک سمندر کې ګزمې کوي او د روسیې سمندري اوبتلې هم په دغو اوبو کې چې د سړې جګړې راهیسې په کې نه وې لیدل شوې اوس ګرځي راګرځي.

جان ریچاړډسن له امریکا غږ سره په یوې مرکه کې وویل چې په شمالي اټلانټیک سمندر کې د چین پوځي شتون یو نوی فصل دی.

هغه زیاته کړه چې حتی پنځه کاله مخکې هم مونږ داسې څه نه وو لیدلي.

د هغه په وینا د چین سمندري پوځ هم چمتو ده او هم یې وړتیا لري او هر هغه څه چې ترې پینکنګ وغواړي ترسره کولای یې شي.

--------------------

د بشري حقونو ډلې له بنګلدیش څخه غوښتي چې په خپل هغه پلان دې بیا له سره غور وکړي چې غواړي د روهینګیا کډوال له خلکو خالي یوې وړې جزیرې ته انتقال کړي.

د بشري حقونو د څار ډلې په یو راپور کې چې د ګل یا دوشنبې په ورځ خپور شوی ویلي، له وښو ډکه دغه جزیره د بنګلدیش په میګنا سیند کې یواځې د تېرو شلو کالو راهیسې جوړه شوې ده.

دغه ډله زیاتوي چې د باسان چار په نامه دغه جزیره ځکه د اوسېدو وړ نه ده چې ددغو کډوالو د ځای پرځای کولو لپاره شپږ نور مناسب ځایونه هم شته.

------------

په داسې حال کې چې د یونان په ځنګلي اور کې ۹۱ کسان مړه شویدي ددغه هېواد د بېړنیو چارو د ادارې مشران له خپلو دندو ګوښه شویدي.

ددغې ادارې د پولیسو او د اور وژنې د څانګې مشرانو ځای د هغوی مرستیالانو ته ورکړل شوی دی.

د اتېنز حکومت د اور وژنې د ادارې دغه چارواکي په وخت د لازم اقدام نه کولو له امله له خپلو دندو لیرې کړیدي.

په یونان کې د جولای د ۲۳ نېټې راهیسې د لګېدلې اور له امله نږدې ۴۰ کسان په روغتون کې تر درملنې لاندې هم دي چې د شپږو روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ دی.

---------------

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، په داسې حال کې چې امریکا په ایران باندې د نویو بندیزونو د لګولو لپاره چمتوالی نیسې، ایران باید دده په وینا د یو نورمال هېواد په توګه چلند وکړي.

پمپیو د اتوار یا یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، ایرانیان له خپل حکومت څخه راضي نه دي او ولسمشر ټرمپ په دې برخه کې څرګند دریځ لري.

پمپیو زیاته کړه، مونږ غواړي چې ایرانیان د خپل مشر په ټاکلو کې یو ځواکمن غږ ولري.

ښاغلي پمپیو وړاندې وویل، چې سپینه مانۍ به ددغو بندیزونو په اړه نور جزیات د ګل یا دوشنبې په ورځ اعلان کړي.

-----------------

په اندونیزیا کې له یوې زورورې زلزلې څخه وروسته چې لږ تر لږه ۹۱ کسان پکې مړه او تر ۲۰۰ زیات نور ژوبل شول هڅه کیږي تر زرو زیات بهرني سیلانیان له دغو ځپل شویو سیمو وویستل شي.

د امریکا د جیولوجیکي ادارې لخوا د اتوار یا یکشنبې د ورځې ددغې زلزلې ځواک د ریختر په کچه ۶.۹ درجې ښودل شوی.

ددغه هېواد د طبعي پېښو سره د مبارزې د ادارې ویاند پرو نوګرو وايي، چې ښايي د مرګ ژوبلې شمېره د لټون د عملیاتو له مخکې تګ سره نوره هم زیاته شي.

خو دی وایي چې په مړو شویو کسانو کې بهرني سیالانیان نشته.

تېره اونۍ هم په اندونیزیا کې د یوې بلې زلزلې له امله ۱۷ کسان مړه شوي وو.

-------------------

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG