لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي پلاوی له امریکا سره د خبرو لپاره واشنګټن ته راځي


 په انځور کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او تر شا یې ددغه هېواد د عدلیې او کورنیو چارو وزیران دي.
په انځور کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او تر شا یې ددغه هېواد د عدلیې او کورنیو چارو وزیران دي.

په داسې حال کې چې د روسیې او د امریکا ترمنځ دوه اړخیزه اړیکې په دې وروستیو کې خرابې شویدي، راپورونه وايي، د ترکیې یو پلاوی به ددې اونۍ په پای کې د خبرو لپاره امریکا ته راورسېږي.

ټاکل شوې ده، چې یاد پلاوی به له امریکايي چارواکو سره د سوریې د سیاست، د نیول شوي امریکايي عیسوي راهب، له روسیې سره د انقرې د ملګرتیا او د ناټو ددغو دواړو غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو بندیزونو په اړه خبرې وکړې.

سي ان ان د ډپلوماټیکو سرچینو له خولې خبر ورکوي چې دواړه غاړې په یو شمېر برخو کې مخکې تر مخکې موافقې ته رسېدلي دي خو په دې اړه یې نور جزیات نه دې ورکړي.

تېره اونۍ د ټرمپ ادارې د ترکیې د عدلیې او کورنیو چارو په وزیرانو باندې د عیسوي راهب انډریو برونسن په پېښه کې د لاس لرلو له امله بندیزونه ولګول.

برونسن د تېرو ۲۰ میاشتو راهیسې د ترهګرۍ د تورونو له امله په ترکیه کې بندي دي او په دې تورن دی چې د ۲۰۱۶ کال په ناکامې کودتا کې یې لاس درلود.

د رجب طیب اردوغان تر مشرۍ لاندې ترکي حکومت هم ددې په غبرګون کې په دوو امرکیايي چارواکو باندې ورته بندیزونه ولګول.

د امریکا په ډنور پوهنتون کې د نړیوالو چارو یو پروفیسور جانتن اډمن امریکا غږ ته وویل چې د ترکیې تېر تاریخ ته په کتلو سره داسې ښکاري چې دغه ستونزې به په سولیزه توګه حل شي.

بله مهمه مسله د ترکیې اقتصادي مسله ده.

د ترکیې پولي واحد لېرې په روان کال کې نږدې ۳۰فیصده ارزښت ځکه له لاسه ورکړی چې د ټرمپ اداره امریکايي مارکېټ ته له ټکس پرته د ترکیې د صادراتو د بندېدو په اړه بیا له سره غور کوي.

له دې کار سره به د ترکیې د دوو بیلینو ډالرو په ارزښت صادراتو ته ضرر ورسېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG