لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کارپوهان: د امریکې بندیزونه به له ایران سره د پاکستان او افغانستان تجارت اغېزمن کړي


واشنګټن ـــ د اقتصادي چارو کارپوهان وایي د امریکې له خوا پر ایران تازه لګېدلي اقتصادي بندیزونه به د پاکستان او افغانستان تجارت هم اغېزمن کړي، ځکه چې وایي دغه دواړه هېوادونه له ایران سره په بېلابېلو برخو کې د ورځې په میلینونو ډالره تجارت کوي.

په اسلام اباد کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې مشر ډاکټر منظور اپریدي د وي.او.اې ډیوه خبریال ارشد مومند ته ویلي، پر ایران د امریکې بندیزونه کولای شي چې له دې هېواد سره د ګېس او بجلۍ په برخه کې د پاکستان تړونونه او تجارت اغېزمن کړي:

"که د پاکستان او ایران تجارت دی یا له ایران سره د پاکستان او چین تعلقات دي، ځکه چې پاکستان او چین ملګري هېوادونه دي، ورسره ایران او چین هم په خپلو کې ښه ملګرتیا لري، نو دغه څیز هم دلته خپل اثر پرېښودلای شي"

د امریکې حکومت د ګل- دوشنبې په ورځ ناوخته پر ایران یو ځل بیا بندیزونه ولګول، چې په اساس به یې د دې هېواد د موټرو جوړولو صنعت، د سرو زرو او نورو قيمتي پولادو تجارت او د دې تر څنګ ايراني کرنسۍ ريال او نورې مالي ګټې اغېزمنې شي.

ولسمشر ټرمپ په خپل تازه ټویټ کې ویلي، کوم هېوادونه چې له ایران سره تجارت کوي هغوی له امریکې سره تجارت نه شي کولای. پاکستان هم یو له هغو هېوادونو دی چې له ایران سره په کال کې د ۱.۵ اربه ډالرو تجارت کوي او دواړه هېوادونه غواړي دغه تجارت ۵ اربه ډالرو ته و رسوي.

څېړونکی او خبریال فدا حسېن وایي، د پاکستان نوی راتلونکی حکومت هم غواړي چې له ایران سره ښې اړیکې ولري، خو وایي د امریکې د نویو بندیزونو له کبله به امکان ونه لري، چې د تجارت دغه لوړ هدف تر لاسه کړي:

"په راتلونکي دور کې که پاکستان له ایرانه بجلي یا ګېس را لېږدوي نو ښکاره خبره ده پر هغه به ډېر منفي اثرات وي او پاکستان ته به ډېره ګرانه وي، ځکه چې د هغه لپاره به پیسې هم ورسره نه وي او نړیوالې مالیاتي ادارې به پورونه (قرضې) هم ورته نه ورکوي".

د افغانستان د تجارت او صنعت اداره وایي، پر ایران د امریکې بندیزونه به د افغانستان او ایران تر منځ تجارت هم اغېزمن کړي. د دې ادارې مرستیال مشر احمد توفیق داوري له وي.او.اې سره په خبرو کې وویل، چې له افغانستانه هره ورځ د ۲ اربه ډالرو توکي ایران ته قاچاک کېږي:

"له ایران سره د افغانستان د تجارت رسمي اندازه ۱.۲ اربه ډالره ده، چې په هغه کې له ۳۰ تر ۳۵ میلینه ډالرو پورې یواځې ایران ته تلونکي برآمدات (صادرات) دي او پاته نور له ایرانه افغانستان ته راتلونکي توکي دي".

امریکې د خپل تېر ولسمشر بارک اباما د واکمنۍ په مهال د برتانیې، روس، فرانس، چین او جرمني په شمول له ایران سره په ۲۰۱۵م کال کې یو تړون لاسلیک کړی وو، چې له مخې یې ایران خپل ایټمي پروګرام درولی وو او امریکې پر ایران لګېدلي بندیزونه اخیستي وو، خو ولسمشر ټرمپ د روان ۲۰۱۸م کال په مې میاشت کې له دې تړونه د وتلو اعلان وکړ.

ولسمشر ټرمپ د ګل- دوشنبې په شپه په نیوجرسي ایالت کې د خپلو رخصتیو په مهال له ایران سره دغه "بېخي خراب او یواړخیز" تړون بللی او ویلي یې دي چې د نومبر پر ۵مه به پر ایران له جوهري پروګرام سره تړلي نور بندېزونه هم عملي کړي، چې د ايران د توانايۍ څانګه په هدف کول، پر تېلو بندیزونه او د ايران له مرکزي بېنک سره د بهرنیو مالي ادارو بندېزونه پکې شامل دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG