لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لوګر:دامریکايي ځواکونو بمبارۍ کې نهه افغان پولیس وژل شوي


دافغانستان په لوګر ولایت کې دامریکایي ځواکونو په هوايي برید کې لږ تر لږه نهه افغان پولیس وژل شوي اؤ ۱۵نور ژوبل شوي دي.

دافغانستان دکورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي خبریالانو ته ویلي امریکايي ځواکونو دغه برید په تیروتنه کې هغه مهال د لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ کې په افغان پولیسو کړی کله چې په سیمه کې دترهګرو په ضد عملیات روان وؤ اؤ افغان ځواکونو د امریکايي ځواکونو څخه هوایي مرسته وغوښته.

ویاند ویلي امریکايي ځواکونو دهوا څخه د افغان پولیسو په دوؤ امنیتي پوستو بمباري کړې چې پکې نهه پولیس وژل شوي اؤ ۱۵ نور ژوبل شوي دي.

په کابل کې دناټو مطبوعاتي دفتر ویلي چې دغه هوايي بريد د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه ترسره شوى دى اؤ پکې داوښتې مرګ ژوبلې په اړه پلټنې کولی شي.

دافغانستان خبري اژانس پژواک د لوګر د ولایتي شورا د مرستیال عبدالولي له خولې ویلي چې په ازره کې د طالبانو اؤ افغان ځواکونو نښتو کې ۳۵ افغان سرتیري اؤ عام خلک وژل شوي اؤ جګړه لا دوام لري.

اوړمه ورځ داسې راپورونه مخې ته راغلي وؤ چې طالبانو د ازرې ولسوالي کلابند کړې اؤ په سیمه کې دافغان ځواکونو اؤ‌ طالبانو ترمینځ سخته نښته روانه ده.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دعوه کړې چې په دې جګړه کې تر اوسه ۱۹ پولیس وژل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG