لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:سوله به په رڼا ورځ اؤ دټولو مخکې کیږي


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي چې افغان دولت هیواد کې د سولې ټینګښت غواړي خو که سوله کیږي نو په رڼا ورځ به د ټولو مخکې کیږي .

ولسمشر تیره ورځ‌ په ارګ کې د مدني ټولنې یو شمیر فعالانو سره په لیدنه کې ویلي “سوله قیمت لري او باید معلومه کړو چې په کوم قیمت سوله غواړو، زه د دغه قیمت د پرې کولو صلاحیت نه لرم، د یوې ناپایدارې سولې لپاره باید ولس داسې بیه پرې نه کړي چې سبا موږ او تاسې ټول پښیمانه اوسو، د سولې هر تړون ولسي ملاتړ غواړي او په رڼا ورځ به د ټولو په مخکې کېږي”

ښاغلي غني وویل، اوس د ملي پروسو لکه ټاکنو، اصلاحاتو اوسولې مالکیت له افغانانو سره دی او د اصلاحاتو پروسه هدفمنده او مشورتي شوې ده او په ارګ کې عالي شوراګانې یې ښې بېلګې دي او تصامیم په پټه نه نیول کېږي او په ټولو دغو شوراګانو کې د مدني ټولنې غړي فعاله برخه لري.

اشرف غني خپلو خبرو کې زیاته کړه چې وضعیت بدل شوی دی، څلور کاله پخوا د ناامیدۍ دوره وه، خو اوس د امید او ناامیدۍ ترمنځ یو تعادل کې قرارلرو، اوس افغانستان په منطقوي او بین المللي کچه په انزوا کې نه دی.

د ولسمشر ماڼۍ پخپل یو بیان کې ویلي په دغه لیدنه کې د مدني ټولنې فعالینو ه بېلابېلو برخو کې د حکومت د کړنو څخه ملاتړ څرګند کړو او د ولسواکۍ پر پیاوړي کولو، په ټاکنو کې د زورواکو او دولتي اشخاصو د مداخلو د مخنیوي، د سولې او احتمالي اوربند په سم مدیریت او په پوځي او ملکي ادارو کې پر اصلاحاتو ټنیګار وکړو.

په دغه ناسته کې د نورو په استازیتوب زهرا موسوي، زمان ګل دهاتي او فاضله سروش په خپلو خبرو کې د شفافو او عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو، په ملکي او پوځي بنسټونو کې د اصلاحاتو او د سولې او اوربند په اړه خپل مشخص وړاندیزونه او اندېښنې شریکې کړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG