لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکرکټ نړیوالې شورا افغان غوره لیګ ومنلو


دافغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان غوره لیګ منلی دی اؤ روان کال په اکتوبر کې به دغوره لیګ لوبې دمتحده عرب اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې پیل شي.

دافغانستان کرکټ بورډ‌ تیره میاشت د کرکټ نړیوالې شورا نه په رسمي ډول متحده عرب اماراتو کې د غوره لیګ لوبو ترسره کولو غوښتنه کړې وه .

افغان کرکټ بورډ وایي چې دا غوښتنه یې تیره ورځ دکرکټ نړیوالې شورا منلې ده.

پخپل یو بیان کې افغان کرکټ بورډ ویلي چې دغوره لیګ دا سیالۍ به د روان کال د اکتوبر دپینځمې نیټې نه پیل اؤ تر۲۱مې نیټې پورې به دوام ولري.

دکرکټ بورډ له مخې دافغان غوره لیګ په دې سیالیو کې به دننګرهار،کابل،کندهار،بلخ اؤ پکتیا ولایتونو دلوبډلو ترمینځ مقابلې وشي چې پکې به دافغانستان د کرکټ وتلي لوبغاړي برخه ولري

د کرکټ په نړۍ کې د ۲۰ اوریزه سیالیو غوره لیګونه په بیلابیلو هېوادونو کې ترسره کیږي، چې له ډلې یې د هندوستان اي پي ایل د اسټرالیا بیګ باش، د بنګله دیش بي پي ایل، د پاکستان پي ایس ایل د حنوبي افریقا ګلوبا کرکټ لیګ او داسې نور هغه دي، چې د کرکټ نړۍ وتلي لوبغاړي پکې لوبیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG