لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان په افغانستان کې د بشپړ ثبات لېوالتیا لري، عمران خان


د پاکستان تحریک انصاف ګوند(پي ټي ايي) مشر عمران خان ویلي "پاکستان په افغانستان کې د بشپړ ثبات لېوالتیا لري، او هغه تل په افغانستان کې د سياسي حل په اړتيا ټينګار کړی دی".

د پاکستان تحریک انصاف ګوند لخوا د وزيراعظم دپاره نومول شوي عمران خان دغه خبرې په پاکستان کې د امريکې موقتي سفير اېف هورو سره په ليدنه کې کړي دي.

پي ټي ايي په خپل ټويټر اکاؤنټ ويلي، " د امریکايي موقتي سفير په مشرۍ پلاوي په بني ګاله کې د عمران خان سره د دوه اړخيزه اړیکو او دلچسپۍ په چارو خبرې کړي دي".

عمران خان ویلي خوشحاله دی چې نن د امريکا نه هم د سياسي حل په حق کې غږونه راپورته کيږي، "د جګړې او قوت کارول په افغانستان کې د مسلې حل نه دی".

نوموړي ویلي په افغانستان کې ثبات د پاکستان، امريکې او سيمې په ګټه دی او د پاکستان او امريکې د اړيکو په تاريخ کې لوړې ژورې راغلي دی.

د پي ټي ايي مشر زياته کړې، د پاکستان او امريکې په اړيکو کې د لوړو ژورو بنیادي علت د دواړو هېوادونو د خپلمنځي اعتماد کمی دی.

هغه ويلي تحريک انصاف د امريکا سره د باور په اساس اړيکو ته ژمن دی او د امريکې سره باثباته سوداګري او معاشي اړيکې ډېرې مهمې ګڼي.

د عمران خان په وېنا د پاکستان د امريکې سره په اړيکو کې نوره تندي د وخت تقاضه ده.

پخواني کرکټر د امريکا سره د اړيکو ښه کولو او افغانستان کې د ثبات خبرې په داسې حال کې کړي چې پاکستان د تېر کال راهسې د امريکا د صدر ډانلډ ټرمپ د انتظاميې لخوا په افغانستان کې د سولې د بهير په اړوند د سخت فشار سره مخ دی.

پاکستان تحریک انصاف ګوند چې د ۲۵م جولایي په ټولټاکنو کې بريا ترلاسه کړې عمران خان يې د وزيراعظم د چوکۍ دپاره هم نومولی دی.

عمران خان په ټولټاکنو کې د ګټې وروستو په خپله لومړۍ وېنا کې هم د افغانستان سره د هر اړخيزه اړيکو ښه کولو ويلي ؤ.

او بيا افغان ولسمشر اشرف غني په انتخاباتو کې په بريا عمران خان ته اومبارکي ويلې او د کابل د سفر بلنه يې هم ورته ورکړې وه.

څيړونکي وايي که د عمران خان حکومت راځي نو د افغانستان سره تل تاؤژنې اړیکې ښه کول به ډېره اسانه نه وي خو په موجوده وخت کې د عمران خان سره ښه موقع ده چې د افغانستان سره اړیکې ښې کړي.

XS
SM
MD
LG