لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو په غزني ښار ډله ییز بریدونه کړي


افغان چارواکي طالبانو په غزني ښار تیره شپه له څو اړخونو ډله ییز بریدونه کړي خو امنیتي ځواکونو د دوئ مخه نیولې اؤ بریدونه یې ورله پشا تمبولي دي.

د غزني امنیه قوماندان فرید احمد مشعل د جمعې په ورځ خبریالانو ته ویلي تیره شپه طالبان په ګڼ شمیر کې دغزني ښار ته ننوتلي اؤ‌ دغلته یې په امنیتي پوستو ،پوځي تاسیساتو اؤ امنیه قوماندانۍ له څو اړخونو بریدونه کړي‌ دي.

هغه وایي امنیتي ځواکونه د طالبانو مخې ته دیوال شوي اؤ له څو ساعته وروسته په دې توانیدلي چې طالبان تېښتې ته اړ کړي.

خو نوموړي دعوه کړې چې طالبان اوس هم د خلکو په کورونو اؤ د غزني ښار په دوکانونو کې پټ شوي دي.

دغه امنیتي چارواکي ویلي امنیتي ځواکونو اؤ طالبانو څو ساعته په یو بل ناتاره ډزې کړي خو په سمدستي ډول لا دغو نښتو کې داوښتې مرګ ژوبلې جذئیات په لاس کې نه لري.

سږکال دجون دمیاشتې راهسې طالبانو په غزني ولایت د بریدونو لړۍ چټک کړې اؤ په اووم جون یې هم ددغه ولایت په پينځوؤ ولسوالیو ګیلان،مقر،قره باغ،خواجه عمري اؤ اندړو ولسوالیو کۍ په امنیتي ځواکونو بریدونه کړي وؤ چې پکې دواړو خواو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې وه.

سرچینې وایي چې په غزني ولایت کې طالبان زیات فعاله دي اؤ حتی خپلې خودسره محکمې هم چلوي خو د غزني والي تیره میاشت ویلي وؤ چې طالبانو ته به فرصت ورنکړي چې په دولتي ودانیو اؤ تاسیساتو قبضه وکړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG