لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یمن: په هوایي برید کې د مکتب د ماشومانو په ګډون ۴۳ کسان وژل شوي


د یمن د روغتیا د محکمې چارواکي وایي په یمن کې د سعودي په مشرۍ د شیعه یاغیانو په ضد هوایي عملیاتو کې یو بس په نخښه کړل شوی چې پکې لږ تر لږه ۴۳ کسان وژل شوي دي.

راپورونه وایي په هوایي عملیاتو کې د مکتب د ماشومانو یو بس په نخښه کړل شوی چې زیات شمېر ماشومان پکې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي په دغه پېښه کې د وژل شوو ۲۹ ماشومانو مړي د دوی روغتون ته رسول شوي چې عمرونه یې تر پینځلسو کلونو ښکته دي.

په دغه هوایي بمبار کې د ۳۰ ماشومانو په ګډون ۴۸ کسان ژوبل شوي هم دي.

په شمالي یمن کې د سعودي عرب د پولې تر څنګ د حوثیانو په مرکزونو هم بریدونه شوي چې درنه مرګ ژوبله یې اړولې ده خو بس په سعاده نومې صوبه کې په نخښه کړل شوی دی.

ددغه برید په خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې مړي په وینو کې لت پت پراته دي او ډاکټران په اسټریچر د پرتو ژوبلو کسانو په درملنه بوخت دي.

د امریکا د بهرنیو چارو محکمې د دغې پېښې د پلټنو غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې د سعودي عرب په مشرۍ پوځي ایتلاف باید له بېګناه وګړو او ابادۍ ویشتلو څخه ډډه وکړي.

د زیارت په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د محکمې ویاندې خبریالانو ته ویلي چې امریکا د خلکو په ودانیو د بریدونو غندنه کوي.

ویاندې هیدر نوئرټ وویل امریکا په دې خبره اګاهي لري چې د ایراني وسلو په مرسته حوثي یاغیان په بریدونو بوخت دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG