لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا کې دپاکستاني پوځي افسرانو د زده کړو اؤ تربیې پروژه ودرؤل شوی


دامریکايي صدر ډانلډ‌ ټرمپ لخوا دپاکستان دپوځي افسرانو روزنې دپاره د پنګو ورکولو څخه له انکار وروسته د امریکا د روزنې په ادارو کې راتلونکي تعلیمي کال دپاره دپاکستاني پوځ دپاره ځانګړې کړل شوې ۶۶ چوکۍ تشې پرتې پاتې شوي دي.

دامریکا حکومت به د نړیوالو نظامي زده کړو اؤ روزنې د پروګرام لاندې دپاکستاني پوځي افسرانو د روزنې دپاره پنګې ورکولې خو راتلونکي تعلیمي کال کې به پاکستان دغه پنګې په لاس کې ونه لري.

دپاکستان ډان ورځپاڼې دامریکا دملي دفاع دپوهتون(اینډي‌ یو) له قوله ویلي چې دپاکستاني پوځي افسرانو دپاره ځانګړې کړل شوې چوکۍ به اوس د نورو قامونو په افسرانو ډکولی شي.

اینډ‌ ډي یو هاغه روزنیزه اداره ده ده چې پکې دتیرې یوې لسیزې راهسې دپاکستان پوځي‌افسرانو ته روزنه ورکړل کیدله.

د روان کال په پیل کې ټرمپ انتظامیې پاکستان ته د امنیت‌ په څانګه کې ورکړل کیدونکو مرستو کې د کموت اعلان کړی ؤ خو ددې ترڅنګ یې دپاکستان دپوځي افسرانو د تربیې پروګرام ته د دوام ورکولو هوډ هم ښکاره کړی ؤ.

امریکا دکال ۱۹۶۰څخه د باکستان پوځي افسرانو ته نظامي تعلیم اؤ‌ تربیه ورکوي خو له دې وړاندې دکال ۱۹۹۰ په پیل کې هاغه مهال هم امریکا دپاکستان سره خپلې امنیټي اړیکې شلولې وې کله چې پاکستان اټومي چاودنې کړې وې.

دامریکا د بهرنیو چارو د محکمې ویاندې واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي چې دپاکستاني پوځي افسرانو د روزنې دپروګرام کومې پيسې ایسارې کړل شوي د هغې اندازه ۲۴ لکو اؤ ۱۰زرو ډالرو ته رسیږي خو ددې ترڅنګ په دوؤ نورو پروژو هم اغیزې کیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG