لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان یهودي وګړی په پاکستاني پاسپورټ اسرائیل ته دسفر اجازه غواړي


دپاکستان یو یهودي وګړي دپاکستاني چارواکو اؤ سیاسي مشرانو نه غوښتنه کړې ده چې هغه ته دې دپاکستان په پاسپورټ‌ د اسرائیل د سفر اجازه ورکړل شي.

په پاکستان کې هیڅ یو وګړی نه شي کولی چې ددغه هیواد په پاسپورټ‌ د اسرائیل سفر وکړي خو دفشل خالد په نوم کراچۍ کې میشته دغه یهودي پاکستاني وګړي په ټوئټر پاکستاني چارواکو نه غوښتي چې هغه غواړي بیت المقدس ته لاړ شي اؤ‌ باید پخپل پاکستاني پاسپورټ دې سفر ته پرېښودل شي.

فشل خالد خپل دغه ټوئټ‌ دبهرینو چارو ددفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل،دپاکستان راتلونکي احتمالي وزیراعظم عمران خان،د پوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور اؤ ګڼو نورو دولتي اؤ سیاسي مشرانو ته لیږلی دی.

هغه په ټوئټر دخپل پاسپورټ عکس هم خپور کړی چې پکې دهغه تعلق دیهودي مذهب سره ښودل شوی دی.

دفشل خالد اسرائیل ته دتګ دهېلې په اړوند چې کله وائس اف امریکه دپاکستان د بهرنیو چارو ددفتر ویاند محمد قیصل سره تماس ونیولو نو هغه وویل د یو پاکستاني وګړي په توګه دغه تن کولی شي چې اړونده وزارت ته رسمي خواست کړي.

هغه وویل” دپاکستان په پاسپورټ د اسرائیل سفر نه شي کیدلی خو ددې باوجود هم هغه دپاکستان دکورنیو چارو وزارت ته خواست کولی شي چې هغه څه غواړي؟ اؤ په خواست به یې دقانون مطابق پرېکړه کیږي”

دفیشل خالد په دغه ټوئټ‌ په ټولنیزو رسنیو بیلا بیلې تبصرې روانې دي د مهر شاد په نوم یو تن په یو تن په ټوئټر لیکلي فیشل خالد هم دیو موټي پاکستانی وګړو څخه دی ، دهیواد اساسي قانون هر وګړي ته دخپلې خوښې دمذهب منلو حق ورکوي خو په حیرانونکي ډول دپاکستان پاسپورټ وایي چې له اسرائیل پرته ترې دهر هیواد دپاره استفاده کیدلی شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG