لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بغلان:دطالبانو ډله ییز برید کې ۱۶افغان سرتیري وژل شوي


دافغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې دامنیتي ځواکونو اؤ طالبانو ترمینځ نښتو کې شدت پیدا شوی اؤ په بغلان ولایت کې د طالبانو په یو تازه برید کې ۱۶ سرتیري وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

سرچینو ویلي د برید په مهال طالبانو د ځان سره درې عسکر ژوندي هم بوتللي دي.

دغه برید تیره شپه دمرکزي بغلان ولسوالۍ په انګور باغ سیمه کې دافغان ملي اردو اؤ پولیسو په سرتیرو شوی دی.

خبري اژانس پژواک دخالي په ورځ د سرچینو له خولې لیکلي چې برید کې نهه دملي اردو اؤ اووه دپولیسو عسکر وژل شوي.تراوسه افغان دولت اؤ‌ طالبانو ددغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

د وړوکي اختر راپدیخوا چې دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ اوربند مات شوی دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې دافغان ځواکونو اؤ طالبانو ترمینځ دنښتو لړۍ چټک شوې اؤ تر دې مهاله په دغو نښتو کې په سوؤنو افغان سرتیري اؤ طالبان وژل شوي دي .

د روانې میاشتې په اوومه نیټه هم رسنیو د ارزګان څخه د ۴۰ؤ افغان سرتیرو د مړو ترلاسه کیدلو خبر ورکړی ؤ.

افغان ولسمشر اشرف غني هوډ ښکاره کړی چې دښمن ته به د جګړې اؤ‌ سیاست په دواړو میدانونو کې ماتې ورکولی شي خو طالبان وایي چې هغوئ به تر هغې وسلې نه غورځوي تر څو چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتلي نه وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG