لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان : د قامي اسمبلۍ غړو سوګند پورته کړو


د پاکستان د قامي اسمبلۍ د ۳۴۲ غړو په اېوان کې ۳۲۹ منتخب شوؤ غړو نن د قامي اسمبلۍ د غړي په حېث سوګند پورته کړو.

د قامي اسمبلۍ اسپيکر ایازصادق د ملک د ۱۵ اسمبلۍ دپاره د منتخب شوؤ غړو نه سوګند واخستو او وې ويل د اګست په ۱۵ به د نوي اسپيکر او مرستيال سپيکر ټاکنه کيږي.

په سوګند پورته کوونکو کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان، د پاکستان پيپلزپارټۍ اصف علي زرداري او بلاول بټو زرداري او د مسلم ليګ ن مشر شهبازشريف هم شامل وو.

پاکستان کې عام انتخابات په ۲۵ جولايي ترسره شوي او پاکستان تحريک انصاف ګوند (پي ټي ايي) پکې تر ټولو زياتې چوکۍ ترلاسه کړي دي.

په قامي اسمبلۍ کې د پي ټي ايي د غړو شمېر ۱۵۸ ته رسېدلی دی، مسلم ليګ ن ۸۲، پيپلزپارټي ۵۳ چوکۍ لري، دغه ګوندونه په قامي اسمبلۍ کې د چوکو په حساب په اول، دوېم او نمبر دي.

د نوي وزيراعظم ټاکنه به په ۱۷ اګست وشي او ويل شوي په ۱۸ اګست به صدر د نوي وزيراعظم نه سوګند اخلي.

پي ټي ايي عمران خان د وزيراعظم د چوکۍ دپاره نومولی او د مخالفه ګوندونو اتحاد شهباز شريف نومولی دی.

د قامي اسمبلۍ د اسپيکر دپاره د پي ټي ايي کانديد اسد قېصر او مخالفه ګوندونو د پيپلزپارټۍ خورشيد شاه نومولی دی.

د قامي اسمبلۍ نه علاوه د خېبرپښتونخوا، بلوچستان او سندهـ اسمبلۍ دپاره منتخب غړو هم سوګند پورته کړو.

XS
SM
MD
LG