افغان چارواکو د ګل، دوشنبې په ورځ پخلی کړی چې د هېواد په شمال ختيځ ښار غزني کې د څلوور ورځو په جګړه کې ۱۰۰ افغان امنيتي سرتيري او ۳۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.
په غزني د زيارت او جمعې په شپه وسله والو طالبانو ډله ييز بريدونه کړي او د افغان ځواکونو سره يې تر پرون ماښامه جګړه روانه وه.
د ځايي رسنيو ترمخه په سيمه کې څه قلاري راغلې او چارواکي ادعا کوي طالب وسله وال يې په شا تمبولي دي.
پرون د ګل په ورځ مازيګر د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي ویلي ؤ حکومتي ځواکونه چې اتحادي هوايي ځواکونه يې په شا دي ۲۰۰ تندلاري يې وژلي چې پکې عرب، چيچن او پاکستاني هم شامل دي.
هغه ويلي ؤ چې په دوه ورځو کې به د غزني ښار امنيتي وضع په قابو کې راوستی شي.
خو د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد ويلي د ښار نه چاپېره طالبان پراته دي او افغان ځواکونه يې په ګېره کې دي.
د طالبانو د دغه ډول ادعاؤ پخلی د ازادو سرچينو څخه نه کيږي.
امريکايي پوځ د ګل په ورځ ویلي د غزني ښار د افغان ځواکونو په ولقه کې دی او امریکايي سلاکار د امريکايي ځواکونو مرسته کوي.
د امريکايي پوځ وياند لفټننټ کرنل مارټن ډونيل ويلي د ښار د پاکولو عملیات روان دي او ځای په ځای د طالبانو سره نښتې رامنځته کيږي، په ځانګړي د ښار نه بهر نښتې روانې دي.
خو د اتوار، يکشنبې په ورځ ځايي خلکو ويلي ؤ د ښار زیاتې برخې طالبانو نيولي دي.
د سُور صليب نړیوال سازمان (رېډ کراس) ويلي د ګل په ورځ د جګړې ودرېدو په مهال د دوی عملې د صوبې روغتون ته درمل رسولي دي.
د ځايي خلکو په وېنا په غزني کې خلک د خوراک سخاک د ستونزو سره مخ شوي او درمل نه لري خلکو کډې کول پېل کړي دي.
او ويل شوي د دوه لاکه ۷۰زرو خلکو دغه ښار ته د ټيليفون رابطه کټ او بجلي قطع ده.