لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اردوغان غواړي له امریکايي برېښنايي وسایلو څخه بایکاټ وکړي


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د نهې یا سې شنبې په ورځ ګواښ وکړ چې له امریکايي برېښنايي وسایلو (الېکټرانېکس) څخه به بایکاټ وکړي ځکه دده په وینا امریکا د ترکیې پرضد اقتصادي جګړه کوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي لانجې له امله په ترکیه کې اقتصادي ناورین رامنځ ته شو او ددغه هېواد د کرنسۍ (لېرې) ارزښت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شو.

اردوغان وویل:

"که دوی ایفون لري نو سمسنګ هم یوځای کې شته. مونږ په خپل هېواد کې ویسټل هم لرو. "

ده له خلکو وغوښتل چې د کرنسۍ د ارزښت ښه کېدو لپاره دې خپل ډالر لېرې ته واړوي.

لېرې ددې کال په اوږدو کې ۴۰ فیصده ارزښت له لاسه ورکړ چې د جمعې په ورځ ۱۶ فیصده ښکته شوې او د ګل یا دوشنبې په ورځ اوه فیصده نوره هم ښکته شوې.

د لېرې ارزښت نن د نهې یا سې شنبې په ورځ پنځه فیصده پورته شو.

د ترکیې سوداګرو د سې شنبې په ورځ په یو ګډ بیان کې له حکومتي ادارو څخه غوښتي دي چې د کرنسۍ د ناورین په وړاندې دې کلک مالي ګامونه پورته کړي.

په دغه بیان کې دا هم ویل شويدي چې له امریکا سره دې ستونزې له ډپلوماټیکو لارو حل شي او په ورته وخت کې دې له اروپايي ټولنې سره سوداګریزې اړیکې پیاوړې شي.

په پاکستان کې د پي ټي ای مشر عمران خان د ترکیې د مالي بحران په اړه په یو ټویټ کې لیکلي:

"زه د خپل ځان او د پاکستان د خلکو په استازیتوب غواړم ولسمشر اردوغان او د ترکیې خلک په دې پوه شي چې مونږ ورته د سخت مالي بحران د حل کېدو لپاره دوعا کوو چې په دې ډګر کې هم هغه ډول بریالي شي لکه د خپل ویاړلي تاریخ په اوږدو کې شوي. "

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ د ترکیې په سټیل او المونیم باندې وروسته له هاغې ټکسونه دوه برابره زیات کړل کله چې ترکیې د نیول شوي امریکايي راهب انډریو برونسن له خوشې کېدو څخه انکار وکړ.

ترکیه په برونسن باندې د جاسوسۍ تور پورې کړ او اوس په زندان کې محکمې ته شیبې شماري.

د برونسن وکیل د نهې یا سې شنبې په ورځ نوی اپیل کړی او له محکمې یې غوښتي چې برونسن دې په خپل کور کې له نظربندۍ څخه خوشې او په هغه دې سفري بندیز لېرې کړاي شي.

که برونسن مجرم وپېژندل شي نو په ۳۵ کاله بند باندې به محکوم شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG