لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د کولې له کانونو د ۱۱ مزدورانو مړي را ایستل شوي، ۷ لا بند پاته دي


واشنګټن ـــ د بلوچستان په سنجیدۍ سیمه کې د دوو ورځو پر تېرېدو برسېره د کولې په کانونو (درنګونو) کې اوو کان کیندونکي لا هم بند پاته دي او تر اوسه د ۱۱ کسانو مړي را ایستل شوي دي.

د کولې په کانونو کې د کار کوونکو مزدورانو د اتحادیې صوبایي مشر بخت نواب یوسفزی وایي، په لومړۍ ورځ د سنجیدي په کان کې ۱۳ کان کیندونکي بند شوي وو، چې پرون د هغوی ۸ مړي را و ایستل شول:

"پرون پینځو مزدورانو په کان کې د بندو کسانو مړي را ایستل چې هغه هم پکې بند شول، درې په هغوی کې را وتلي وو، اوس دوه مړي هغه دي او پینځه دا نور بند پاته دي".

ښاغلی یوسفزی وایي په کانونو کې د بندو مزدورانو د را ایستلو لپاره د ژغورنې سرکاري ډلې کسان د پېښې ځان ته نه دي ورغلي، ځکه خو کان کیندونکي پخپله د هغوی د ژغورنې لپاره کان ته ور ننوتل او پکې مړه شول.

بخت نواب وایي نن درېیمه ورځ ده چې شاوخوا پینځلس مزدوران په کانونو کې بند شوي او د مړیو د را ایستلو کار یې روان دی، خو تر اوسه نه کوم سرکاري افسران، نه د لنډمهالي حکومت وزیران او نه د سیاسي ګوندونو مشران پوښتنې ته ورغلي دي.

د بلوچستان د معدنیاتو په اداره کې د ماینونو څارونکي افسر چیف ماینز انسپیکټر افتخار احمد وایي، د سنجیدي په دې کان کې ۴۰۰۰ فوټه لاندې ۱۳ مزدوران په کار بوخت وو، چې ناببره د میتېن زهرجن ګېس چاودنه وشوه او کان ونړېد.

د بلوچستان په هرنایي، شاهرګه، دوکۍ، مچ، ډګاري، ډاډر، څماولنګ، کولو او قلات سیمو کې د کولې ۲۵۰۰ کانونه له حکومت سره رجسټر دي، خو د ځینو غیرسرکاري شمېرو په بنیاد تر ۵۰۰۰ زیات کانونه غیرقانوني کانونه موجود دي.

په دغو کانونو کې شاوخوا یو لک دېرش زره مزدوران په کار بوخت دي چې زیاتره د پښتونخوا د شانګلې، سوات، دیر او د افغانستان اوسېدونکي دي. د کولې په کانونو کې کارکوونکي زیات مزدوران له حکومت سره رجسټر نه دي.

په کانونو کې کارکوونکي مزدوران وایي، په کانونو کې دننه د دوی د سر د خوندي ساتنې لپاره اسانتیاوې په نشت حساب دي، ځکه خو هر کال په لسګونو کان کیندونکې پکې مړه کېږي. بخت نواب یوسفزی د سږ کال د مړه شویو مزدورانو په اړه وي.او.اې ډیوه ته وویل:

"حکومت باید پر دې معامله غور وکړي چې په درو میاشتو کې زموږ تر ۶۰ زیات مزدوران مړه شوي دي، د دوی د خوندي اوسېدو لپاره هیڅ اقدامات نه شته، نه په دې برخه کې څه قانون سازي شوې ده، مزدوران په کار کې مړه شي او څوک یې پوښتنه هم نه کوي".

په بلوچستان کې د کولې کانونه تر ټولو لوی معدني صنعت ګڼل کېږي، خو د کارګرو د اتحادیې مشران وایي، له دې صنعته یواځې حکومت او شتمن خلک ګټه تر لاسه کوي، د مزدور نه یواځې ژوند ورسره نه دی بدل شوی بلکې اکثرو پکې ژوند هم بایللی دی.

په ۲۰۱۱م کال کې هم کوټې ته نيژدې په سورینج سیمه کې د کولې په کان کې د زهرجن ګېس د چاودنې له امله ۵۴ مزدوران وژل شوي وو چې زیاتره یې د سوات او شاوخوا سیمو اوسېدونکي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG