لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني چارواکو په پاکستان کې د ټوېټر د تړلو ګواښ کړی


د پاکستان د ټیلې کامیونېکېشن چارواکو ټوېټر ته ګواښ کړی که د حکومت پرضد قابل اعتراض مواد یې بلاک نه کړل نو په دغه هېواد کې به وتړل شي.

دوی ویلي په پاکستان کې ټوېټر د بندېدو له ګواښ سره ځکه مخ دی چې حکومت په دې نه دی توانېدلی چې دغه ټولنیزه شبکه د دوی له غوښتنو سره سم کار وکړي.

د پاکستان د ټیلې کامیونکېشن چارواکو ددغه هېواد د سنېټ قایمه کمېټې ته وویل، په داسې حال کې چې فیسبوک، یوټیوب او یو شمېر نورو ټولنیزو رسنیو د حکومت هغه غوښتنه منلې ده چې په خپلو پاڼو دې پر حکومت باندې انتقادی څېزونه نه پرېږدي خو یواځې ټوېټر دا خبره نه ده منلې.

دوی وویل، دوی د اسلام اباد د هايي کورټ په غوښتنه له ټوېټر څخه غوښتي وو چې قابل اعتراض مواد دې لېرې کړي.

په دې اړه د پاکستان له عوامي نشنل ګوند څخه افراسیاب خټک ډیوې ته وویل، پاکستان هڅه کوي په ټولنیزې رسنۍ هغه ډول بندیزونه ولګوي لکه څرنګه چې یې په میډیا باندې د نه اعلان شوي سانسور له لیارې لګولی دی.

خټک وویل، اوس د سیاسي ګوندونو کار دی چې د داسې پرېکړو په وړاندې خپل غږ پورته کړي.

اسامه خېلجي چې په انټرنېټ د کارونکو د حقونو لپاره کار کوي وايي، پاکستان له داسې لارو چارو د هغه چا په وړاندې کار اخلي څوک چې د دوی غوښتنې و نه مني.

"سیاسي ګوندونه د پي ټي آی په ګډون اوس ټول ټوېټر زیات کاروي او فیسبوک دومره زیات نه کاروي نو ځکه دوی له دې وېرېږي "

د پاکستان د ټېلې کميونېکېشن لخوا سنېټ ته دا هم ویل شوي دي، چې د ټولنیزې رسنۍ د غلط کارولو لپاره درې کاله بند او د یو کروړ پورې د مالي جریمې په اړه هم قانون منظور شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG