امنیتي چارواکي وایي دافغانستان په فراه ولایت کې د طالبانو اؤ امنیتي ځواکونو ترمینځ سختې نښتې شوي چې پکې لږ ترلږه ۶۵طالبان وژل شوي اؤ د۳۰ؤ څخه زیات نور ژوبل شوي دي.
د جمعې په ورځ خبري اژانس پژواک د فراه د امنیه قوماندان جنرال فضل احمد شیرزاد له خولې لیکلي چې د تیرو دوؤ ورځو راهسې د فراه په بالابلوک ولسوالۍ په تودنک،شیوان،سجوي اؤ سفرک سیمو کې دطالبانو په ضد عملیات روان دي چې هغوئ ته پکې درانه ځاني اؤ مالي زیانونه اوښتي دي.
پژواک د ځایي سرچینو له خولې دا دعوه هم کړې ده چې په وژل شوؤ کسانو کې د طالبانو ترڅنګ ۱۶ ملکي وګړي هم وژل شوي خو دافغانستان ددفاع وزارت لا ددغه دعوې سپیناوی نه دی کړی.
د افغانستان بیلابیلو ولایتونو کې دطالبانو اؤ افغان امنیتي ځواکونو ترمینځ په دې وروستیو کې دنښتو لړۍ زیاته چټک شوې چې په کې په سوؤنو افغان امنیتي سرتیري اؤ طالب وسله وال وژل شوي دي.
دا نښتې په داسې حال کې روانې دي چې افغان دولت د راتلونکي لویې اختر په ورځو کې طالبانو سره د اوربند هڅې چټک کړي اؤ روانه اوونۍ داسې راپورونه هم مخې ته راغلي چې طالبانو هم داختر په مهال د اوربند په وړاندیز خپلو کې مشورې پیل کړي دي.