لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:دغزني دپېښې علتونه دې په هراړخیز ډول و ارزؤل شي


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني دغزني په نښتو کې د وژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ کسانو کورنیو سره دخواخوږۍ په موخه غزني ولایت ته سفر کړی اؤ دغلته یې دملي امنیت چارواکو ته امر کړی چې د غزني دپېښې پشا پراته علتونه دې په اړخیز ډؤل و ارزوي

دتیرې جمعې په شپه طالبانو په غزني ولایت له څو اړخونو ډله ییز برید کړي وؤ چې پکې دامنیتي ځواکونو، ملکي وګړو اؤ طالبانو په ګډون له ۳۰۰ پورته کسان وژل شوي اؤ په سوؤنو نور ژوبل شوي وؤ.

وروستو په ټولنیزو رسنیو داسې ويډيوګانې اؤ عکسونه مخې ته راغلل چې پکې لیدل کیږي په غزني کې وژل شوي اؤ‌ ژوندي نیول شوي زیاتره وسله وال پاکستانیان دي اؤ دپاکستان پنجاب ایالت نه غزني ته اوښتي وؤ.

افغان استخباراتي چارواکو هم دغزني دپېښې سازش کې دپاکستان استخباراتي شبکه ایي ایس ایي ککړه بللې ده خو تیره ورځ دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر فیصل دا دعوې رد کړې چې په غزني د بریدونو دپاره دپاکستان نه ترهګر ور اوښتي وؤ.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ نه دجمعې په ورځ خپور شوي یو بیان کې ویل شوي چې غزني ته دخپل سفر په مهال ولسمشر اشرف غني دلوړپوړو امنیتي چارواکو سره په یوه غونډه کې ګډون وکړو اؤ د غزني د پېښې په بیلابیلو اړخونو اؤ موجوده وضعیت یې غور اؤ بحث وکړو.

په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز سترجنرال محمدشریف یفتلي، د کورنیو چارو وزیر ویس احمدبرمک، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین پاسوال اخترمحمد ابراهیمي، د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان تورنجنرال دادان لونګ او د غزني امنیه قومندان سمونوال فرید مشعل ګډون درلودو،

دغونډې په مهال د ملي دفاع وزارت لوی درستیز د امنیتي وضعیت او د تصفیوي عملیاتو د څرنګوالي په اړه ولسمشر اشرف غني ته معلومات ورکړل.

جنرال یفتلي وویل، په غزني کې د نجات تصفیوي علمیات دوام لري او په درست ډول پرمخ کېږي.

هغه زیاته کړه د ښار امنیت عادي حالت ته راګرځېدلی او په بېلابېلو برخو کې یې امنیتي کمربندونه جوړ شوي دي.

ښاغلي اشرف غني په غزني کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړو اؤ وئ ویل، ملي امنیت دې د غزنې د توطیې بیلابیل اړخونه و ارزوي اؤ هغه کمزورۍ چې ددې سازش تر شا پرتې وې باید له مینځه یوړل شي.

ولسمشر امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د غزني پولیس دې بیا ځلې احیا او د غزني ښار د امنیت د لاښه والي په موخه دې لا زیاتې امنیتي حوزې جوړې شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG