لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: که برونسن خوشې نه شو په ترکیه باندې نور بندیزونه هم لګوو


د ترکیې او امریکا ترمنځ اړیکې د یوې مودې راهیسې خرابې دي خو تر دې وروستیو پورې د ناټو ددغو دواړو غړو هېوادونو ترمنځ څرګنده دوښمني نه وه ښکاره شوې.

اردوغان په امریکا باندې تور پورې کړ چې د ترکیې په سټیلو او المونیمو باندې یې د ټکسونو د دوه برابره زیاتولو له لیارې په خپل سټراتیژیک ملګري له شا نه په چاړې ګوزار وکړ.

ټرمپ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، ترکیې دا ثباته نه کړه چې یو ښه ملګری دی.

"دوی یو ډېر ښه عیسوي راهب نیولی. هغه ډېر یو بې ګناه سړی دی. "

ټرمپ دا هم وویل، چې امریکا له اردوغان څخه غوښتي دي، چې برونسن دې خوشې کړي او تمه لري چې اردوغان به دا غوښتنه ومني خو هغه په دې اړه نور جزیات ور نه کړل.

د امریکا د خزانې وزیر سټیون منوچن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، امریکا چمتو ده په ترکیه باندې نور بندیزونه هم ولګوي که هغوي انډریو برونسن خوشې نه کړي.

"مونږ له خپلو سیالانو سره ډېر څرګند دریځ لرو. زه او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د برونسن د خوشې کېدو په اړه غږېدلي یو. مونږ د هغوي د کابینې په ګڼو غړو باندې بندیزونه ولګول. خو که برونسن ژر خوشې نه شي نو مونږ د نورو بندیزونه پلان هم لرو. "

څېړونکي وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلاف زیاته برخه د همدې عیسوي راهب له امله ده.

ددې ترڅنګ اردوغان په عراق او سوریه کې د داعش په وړاندې جګړه کې له کردانو څخه د امریکا له ملاتړ سره هم کلک مخالفت کوي.

اردوغان په دې هم په غوصه دي چې امریکا د جلا وطني ترکي مذهبي مشر فتح الله ګولن چې د هغه مخالف دي له شړلو څخه انکار وکړ.

په ورته وخت کې په امریکا کې د بشري حقونو ډلې او پالیسي جوړونکي د اردوغان د زیاتېدونکي ټول واک (استبدادي) نظام له بڼې څخه هم خواشیني دي خو د اوس لپاره اردوغان د ترکانو ملاتړ له ځانه سره لري.

زینب اېدوګدو چې یو نرسه ده وايي:

"ایا هر څه برونسن پورې تړلي دي. مونږ دا ثابته کړې چې مونږ داسې یو هېواد یو چې د لویدیځ واک پرې نه چلېږي او په دې برخه کې مونږ ټینګ ولاړ یو. ترکانو اوس خپلې سترګې غړولي دي. "

اردوغان خپل پلویان دې ته هڅولي دي، چې بهرني قدرتونه ددغه ځواکمن مسلمان هېواد د خرابولو لپاره کار کوي.

خو څېړونکي وايي، چې دا ډول فکرونه ښايي د ډېر وخت لپاره دوام و نه کړي که د خوراکي توکو، ګازو او نور د اړتیا وړ توکو بیې د عامو ترکانو لپاره ډېرې لوړې شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG