لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان له لوري په تورخم باندې د سارویو په صادراتو نوی بندیز


وروسته له هاغې چې پاکستان افغانستان ته د لویو سارویو په صادراتو باندې بندیز ولګوه، افغان سوداګرو هم په غبرګون کې په تورخم باندې پاکستان ته د پسونو او ګډانو په صادراتو (برامداتو) باندې بندیز لګولی.

ددغه ناڅاپي بندیز له امله په لنډي کوتل کې د سارویو بیې پورته شوی دي او د سارویو په سوداګرۍ باندې یې ناوړه اغیز کړی دی خو په دې اړه په تورخم کې پاکستاني چارواکو لا څه نه دي ویلي.

په لنډي کوتل کې د نرۍ یا وړې غوښې قصاب، اسلام یار وي او اې ډیوې ته وویل:

"مونږ ته ډېر تاوانونه رسېدلي ځکه هغه مالونه چې مو له افغان سوداګرو څخه اخیستي دي، هغه اوس د تورخم په خوړ کې په ګرمۍ کې ولاړ دی او حتی د څښلو اوبه هم نه لري. هغه ساروی چې پخوا په څوارلس زره خرڅېدل هغه اوس په اتلس زره خرڅېږي. "

په لنډي کوتل کې د سارویو د سوداګرو او عامو خلکو د معلوماتو له مخې، د افغاني سارویو بیې ددغه بندیز نه مخې هم یو څه پورته شوې وې ځکه افغان چارواکو د هر ساروي په سر ۶۵۰ افغانۍ او پاکستاني چارواکو پرې ۶۵۰ کلدارې ټکس اخیستلو.

که څه هم د پاکستان مرکزي حکومت او د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت پرېکړه کړې وه چې خاصدار به په هېڅ کوم چک پوست (پوسته) کې غیر قانوني ټکس نه اخلي خو سوداګر تور لګوي چې پاکستان ته په داخلېدو د قانوني ټکس سره سره دغلته ولاړ خاصدار له سارویو څخه ډک په یو موټر باندې ۸۰۰۰ کلدارې غیر قانوني ټکس هم اخلي.

همدا ګڼ دلایل دي چې د لنډي کوتل په بازارونو کې د سارویو بیې پورته شويدي او عوامو ته یې ضرر رسېدلی.

د سیمې یو اوسېدونکی میا ساجد وايي:

"زه سهار مارکېټ ته له ۳۵۰۰۰ روپیو سره تللی وم او غوښتل مې پرې دوه ګډان واخلم، خو د پسونو بیه له ۲۰ زرو څخه ۲۵ زرو ته پورته شوې وه نو په دې لوړې بیې سره پرې دوه ګډان نه کېدل. نن چې مو په منډیې کې ولیدل نو ټول خلک خفه وو. "

د تورخم له لیارې افغانستان څخه واردېدونکي د حلالې (قربانۍ) دغه واړه ساروي د ځايي منډیې ترڅنګ د خیبر پښتونخوا او حتی د پنجاب ځینو منډیو ته وړل کیږي.

تېر کال له لوی اختر څخه یوه اونۍ وړاندې د سارویو سوداګرو او په تورخم کې د ملیشو چارواکو ترمنځ د ټکس په اندازې د جنجال له امله پاکستان ته ددغو سارویو راوړل تر ډېرې مودې بند شوي وو او یواځې څو میاشتې وړاندې په ټکسونو باندې تر موافقې وروسته ددغو سارویو سوداګرۍ ته بیا اجازه ورکړل شوه.

سیمیز سوداګر هیله لري چې د لوی اختر څخه وړاندې به له افغانستان څخه د سارویو د وارداتو په برخه کې یاده ستونزه حل او د حلالې لپاره به د خلکو د اختر اړتیاوې پوره شي.

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG