لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان دنوي وزیر اعظم په توګه حکومت لاس کې واخستو


دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دخالي په ورځ د هیواد د ۲۲م وزیراعظم په توګه دهیواد د صدر ممنون حسین په لاس سوګند اخستی اؤ‌ دحکومت ذمه وارۍ یې سمبالې کړې دي.

دحکومت ترلاسه کولو نه وړاندې عمران خان اعلان کړی ؤ چې هغه به پخپل حکومت کې په غبن کې ککړ خلک نه پریږدي اؤ سخت احتساب به ورسره کوي.

خو مخالفو ګوندونو بیا هوډ ښکاره کړی چې پارلیمان کې به دعمران خان دحکومت په وړاندې سخته رویه اپوزیشن کوي اؤ پرې به نه ږدي چې هغه دخپلې خوښې خودسره فیصلې وکړي.

د سوګند ترلاسه کولو وروسته عمران خان د دریواړو پوځونو لخوا سلامي هم ورکړل شوې ده.

دعمران خان د سوګند اخستو دستوره کې د بهرنیو ډپلوماټانو،پوځي اؤ سیاسي مشرانو ترڅنګ په سپین نقاب اؤ‌برقعه کې رانغښتې دهغه کور ودانه بشرا بي بي هم موجوده وه دچا په هکله چې ویل کیږي سخت مذهبي رجحانات لري اؤ دپیرۍ مریدۍ اؤ زیارتونو قائله ده.

په ۲۵م جولایي پاکستان کې ترسره شوؤ ټولټاکنو کې دعمران خان ګوند پاکستان تحریک انصاف تر ټولو زیاتې رایې اخستي اؤ په مرکز اؤ خیبر پښتونخوا صوبه کې له حکومت جوړؤلو وروسته یې دپاکستان تر ټولو ستره صوبه پنجاب کې هم د حکومت جوړولو هڅې پیل کړي دي.

خو مخالف ګوندونه تور لګوي چې انتخاباتو کې ټګي شوې ده اؤ عمران خان پوځ اقتدار ته رسولی دي.

د جمعې په ورځ د وزیراعظم ټاکل کیدلو وروسته عمران خان پارلیمان ته پخپله لمړۍ وینا کې ویلي وؤ هغه د ۲۲کلنې خوارۍ وروسته دغه مقام ته رسیدلی ، نه پوځ رسولی اؤ نه یې دکوم پوځي امر لاس نیوه کړې ده

دعمران خان له وزیراعظم ټاکل کیدلو وروسته په سوشل میډیا دعمران خان په هکله تودې تبصرې روانې دي.

چرته که ګڼ شمیر ناقدین هغه دپوځ سړی یادوي هلته یو شمیر خلک دعمران خان سره مینه ښایي اؤ هیله ښکاره کوي چې هغه به پاکستان کې حقیقي بدلون راوړي

عمران خان په اقتدار کې د راتلو نه وړاندې ژمنه کړې وه چې هغه به د یو غریب هیواد دمشر په توګه د وزیراعظم ماڼۍ کې استوګنه نه کوي خو اوس هغه د وزیراعظم د سیکرټریټ دننه د خپل پوځي سکتر په کور کې د اوسیدلو پریکړه کړې ده.

په عمران خان د هغه سیاسي مخالفین تور لګوي چې طالبانو ته زیات نزدې دی اؤ مدام یې د طالبانو په ګټه څرګندونې کړي دي خو عمران خان دغه تورونه ردوي اؤ دریځ لري چې هغه د امن له خاطره مدام طالبانو سره دمزاکراتو کولو پلوي پاتې شوی دی.

په اقتدار کې له راتلو وړاندې عمران خان دا هم ویلي چې ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول افغانستان سره به غوره اړیکو ته اولیت ورکوي اؤ حکومت به یې هڅه وکړي چې افغانستان سره لکه د اروپایي هیوادونو خپلې پولې پرانستې وساتي.

د افغانستان په هکله دعمران خان دغو څرګندونو ته په افغانستان کې هرکلی ویل شوی خو ورسره ځینو څيړونکو دا هم ویلي چې دافغانستان سره د اړیکو واک دعمران خان په لاس کې نه بلکې دپوځ په لاس کې دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG