لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غزني دبرید پلان څنګه،دچا له خوا اؤ ولې ترتیب شوی ؤ؟


افغانستان یو ځل بیا تور لګولی چې په غزني شوي برید کې د پاکستان استخباراتي شبکې ایي ایس ایي لاس درلودو اؤ موخه یې د راتلونکي اختر په موقعه اوربند تالا ترغۍ کول وؤ.

دافغانستان ملي امنیت دهاغو ترهګرو نومونه په ډاګه کړي چې په غزني شوي برید کې لاس لري او ویلي یې دي چې ډير زربه ددغه برید په اړوند لاس کې لرونکي ثبوتونه پاکستان سره هم شریک کړي.

خو دپاکستان دپوځ سرلښکر په غزني دبرید په اړوند د افغانستان تورونه رد کړي اؤ‌ ویلي یې دي پاکستان افغانستان کې دترهګرۍ هیڅ رقم پېښو کې لاس نه لري.

خبري اژانس پژواک پخپل یو راپور کې د افغانستان دملي امنیت د سرچینې له خولې ویلي چې دتیر کوچني اختر داوربند په مهال ولس او طالبان سره زیات نزدې شوي اؤ ترمینځ یې خواخوږي پیدا شوې وه او له اوربند څخه وروسته زیاتو طالبانو جګړې ته زړه نه ښه کولو، چې دغه ټول پاکستان ته د منلو وړ نه وؤ.

ملي امنیت دعوه کړې چې “ايي ایس ایي تندروه ډلې لشکر طیبه ته دنده سپارلې وه، چې د غزني جګړه پلان کړي، هغوی زیات جنګیالی له پيښور اوکویټې څخه راټول کړل او یوه برخه یې له پنجاب څخه راوستل، دوی ته یې بشپړه روزنه ورکړه “

ملي‌ امنیت ویلي دپاکستان استخباراتي شبکې د راټولو کړل شوؤ ترهګرو سره په غزني د برید پلان شریک کړی ؤ اؤ په هغوئ‌ څو اوونۍ کار شوی ؤ چې یوه داسې فاجعه رامنځته کړي چې هم ښار وسوزي ،هم خلک ووژل شي اؤ هم دطالبانو اؤ ولس ترمینځ دزغم اؤ سولې جذبه له مینځه لاړه شي.

دملي امنیت دغې سرچینې دعوه کړې چې پاکستاني استخباراتي شبکې دغه وسله وال په څلورو ډلو ویشلي وو، لومړی ډله زبير بن العوام ١٢٠ وسله وال چې ټول يې د پنجاب د ګجرانواله او كم شمير یې د خیبر پښتونخوا وو،مشر یې په مستعار نوم زبير د پاكستان د ګجرانواله سيمې اوسيدونكي دى.

دویمه ډله جبهه خالد بن وليد ٩٠ جنګيالي لشكر طيبه ( دمشر مستعار نوم یې خالد احمد د ايبټ اباد دى ) مقاتل عمر بن الخطاب ٧٧ ( خټك قوم، زرمت او كندهاري) جبهه المنصور به ١٢٠ ( حقاني شبكي قومندانان چي د پكتيا، پكتيكا او غزني او زابل او د جنوبي وزيرستان اوسيدونكي وو.

د هغه په وینا، دوی ددې جګړې لپاره دوه نور ځانګړي ټیمونه لرل، یو به په ښار کې د ژوبل وسله والو درملنه کوله او بلې ډلې یې د زابل، او پکتیکا له لارې ژوبل وسله وال کویټې، اعظم ورسک اووزیرستان ته لیږل

سرچینه وایي، چې دوی پلان درلود چې غزني ښار به بشپړ ډول سقوط وکړي، خو په دې کار کې ناکام شو او دا ورته هیڅ دباور او منلو وړ نه ده.

تیره ورځ دافغانستان ولسمشر اشرف غني هم غزني ته دسفر په مهال پاکستان دغزني بریدونو کې په لاس لرنه تورن کړی ؤ‌ اؤ‌ ویلي یې وؤ‌ “جنرال باجوه صیب تا خو راسره لاسلیک کړی ، په کراتو کراتو دې راته په ټیلیفون ویلي چې کله پاکستان کې انتخابات خلاص شي‌، دې ستونزې ته به پام وګرځوې، اوس راته ووایه چې غزني ته ترهګر له کومې راغلي وؤ اؤ‌ ددغو ترهګرو درملنه ستا روغتونونو کې ولې روانه ده؟”

دپاکستان دپوځ مطبوعاتي څانګې دپوځ دسرلښکر لخوا خپور کړل شوي یو تازه بیان کې ویلي” افغانستان کې ګڼ شمیر پاکستانیان دخپلو افغان روڼو سره په ګډه واړه ،روزګارونه اؤ نوکرۍ کوي،زیاتره مهال دغه پاکستانیان هم دترهګرۍ پېښو کې په نخښه کیږي،خو دغه اغیزمن خلک ترهګر بلل مناسب نه دي”

پوځ زیاته کړې چې دپاکستاني طالبانو دتحریک اړونده بیلا بیلې حلقې هم خپل مړي یا هاغه ټپیان پاکستان ته دعلاج دپاره راوړي چې افغانستان کې یې دپیژندګلۍ خطره وي اؤ‌ په دغو چارو کې افغان کډوال اؤ دهغوئ خپلوان هم شامل وي.

پوځ له دې خبرې انکار کړی چې ګنې د غزني جګړې ته دپاکستان نه ترهګر ورغلي وؤ خو په غزني د بریدونو په مهال په ټولنیزو رسنیو داسې ويډيوګانې اؤ عکسونه مخې ته راغلي چې پکې لیدل کیږي په غزني کې وژل شوي اؤ‌ ژوندي نیول شوي زیاتره وسله وال پاکستانیان دي اؤ دپاکستان پنجاب ایالت نه غزني ته اوښتي وؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG