لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان صدارتي ټاکنو کې هم اپوزیشن ګوندونه ویشل شوي دي


دپاکستان په قامي اسمبلۍ کې د دریم ستر ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ لخوا د وزیراعظم په ټاکنه کې دعمران خان په ضد دمسلم لیګ نواز ګوند د کاندید په ملاتړ نه کولو مسلم لیګ نواز ګوند هم پریکړه کړې ده چې د هیواد دنوي صدر په ټاکنه کې به دپیپلز ګوند دکاندید اعتزاز ملاتړ نه کوي.

ټاکل شوې ده پاکستان کې په څلورم دسمبر د هیواد دنوي صدر ټاکنه کیږي چې پکې پاکستان پیپلز پارټۍ دخپل ګوند مهم مشر اعتزاز احسن د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف دکاندید عارف علوي په مقابله کې داپوزیشن د ګډ‌ کاندید په توګه مخې ته راوستل غواړي.

خو د سه شنبې په ورځ د مسلم لیګ نواز ګوند په غونډه کې پریکړه شوې چې هغوئ به دپیپلز پارټۍ دکاندید اعتزاز احسن ملاتړ نه کوي.

سرچینې وایي دمسلم لیګ نواز ګوند د مشرانو یوه مهمه غونډه ددغه ګوند دمشر شهباز شریف په مشرۍ شوې چې پکې د راتلونکو صدارتي ټاکنو په هکله مهمې پریکړې شوي دي.

تر دې یوه ورځ وړاندې د پیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري ویلي وؤ چې دهغه د ګوند اعتزاز حسن به صدارټي ټاکنه کې دټولو اپوزیشن ګوندونو ګډ کاندید وي.

خو سرچینې وایي چې مسلم لیګ نواز ګوند د صدارتي کاندید په توګه د اعتزاز حسن نوم رد کړی دی اؤ ویلي یې دي چې پیپلز پارټۍ دخپل کاندید رامخې ته کولو نه وړاندې هغوئ‌ سره مشوره نه ده کړې.

مسلم لیګ نواز ډلې پریکړه کړې چې اپوزیشن ګوندونه به صدارتي ټاکنې دپاره خپل ګډ کاندید دټولو ګوندونو په صلاح مخې ته راولي اؤ که چرې پاکستان پیپلز پارټي د ټولو ګوندونو دګډ کاندید ملاتړ ونه کړو نو به بیا د مسلم لیګ نواز ګوند عبدالقادر بلوچ صدارتي کاندید وي.

باید وویل شي چې له دې وړاندې کله په ۱۷م اګست کله دپاکستان دنوي وزیراعظم ټاکنه کیدله نو شبهاز شریف د اپوزیشن ګوندونو لخوا دعمران خان په مقابله کې کاندید غوره کړل شوی ؤ خو پاکستان پیپلز پارټۍ په دغه ټاکنه کې شهباز شریف ته رایې نه وې ورکړې اؤ ځان یې بې پلوه ساتلی ؤ.

په ۱۵م جولایي پاکستان کې ترسره شوؤ ټولټاکنو کې په مرکز اؤ خیبر پښتونخوا صوبو کې تحریک انصاف ګوند تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلي اؤ‌ په پنجاب کې یې هم د ځان سره د ازادو غړو په ملګري کولو اکثریت ترلاسه کړی خو په سندهـ صوبه کې بیا د پيپلز پارټۍ چوکۍ زیاتې دي اؤ په قامي اسمبلۍ کې هم ۵۴ چوکۍ لري اؤ دریم لویې ګوند دی .

دپاکستان په صدارتي ټاکنو کې د مرکزي اؤ صوبایي اسمبلیو تر څنګ د سینیټ غړي هم د رایې ورکولو جوګه وي‌ اؤ واکمن ګوند تحریک انصاف دعوه لري چې هغوئ ډير په اسانه په څلورم دسمبر خپل صدارتي کاندید بریالی کولی شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG