لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ترهګرۍ ځپلو نړیواله ورځ ولمانځل شوه خو د پاکستان ترهګرۍ ځپلي پښتانه یاد نه شول


په پښتونخوا، بلوچستان او پخوانیو قبایلي سیمو کې نه یواځې حکومتي او امنیتي چارواکي نېغ په نېغه د ترهګرۍ ښکار شوي، بلکې عام خلک هم په ترهګرۍ کې وژل شوي، ټپیان شوي او کورونه یې پکې برباد شوي دي.

په پاکستان کې له ترهګرۍ د اغېزمنو خلکو شمېر په زرګونو دی خو په دې هېواد کې په لومړي ځل د ملګرو ملتونو له خوا د ترهګرۍ ځپلو خلکو د یادونې ورځ لمانځل شوې ده، خو په دې ورځ هم یواځې سیاسي بیانونه خپاره شوي دي.

د عوامي نېشنل ګوند یو مشر او له ترهګرۍ اغېزمن شوی سیاستوال میا افتخار حسېن- چې یواځینی زوی یې څو کاله مخکې د ترهګرۍ په پېښه کې و وژل شو- وایي، په پاکستان کې د پښتنو سیمې تر ټولو زیاتې له ترهګرۍ متاثره دي:

"د ټولې دنیا د ترهګرۍ مرکز او د هغوی د مفاداتو د لوبې میدان زموږ د پښتنو علاقه ده، نو که څوک د ترهګرۍ مخالف وي یا په ریښتیا له ترهګرۍ متاثره خلک یادول غواړي، نو هغوی به په خاص ډول زموږ د خلکو پر زخمونو مرهم ږدي".

ښاغلی افتخار حسېن وایي د ملګرو ملتونو له خوا د ترهګرۍ د اغېزمنو خلکو د یادونې په ورځ باید دا ژمنه وشي، چې دلته نور خلک د ترهګرۍ ښکار نه شي او د دې لپاره په نړیواله توګه قوتونه سره یو شي او په ضد یې جهاد [مبارزه] وشي:

"د ترهګرۍ په ضد د پاکستان پالیسۍ کافي نه دي، دا پالیسۍ به بدلول غواړي او یو نوی سوچ پکار دی".

په تېرو شاوخوا پینځلسو کلونو کې که د پېښور پر آرمي پبلک سکول خونړی برید وو، که په کوټه کې پر وکیلانو د ۸م اګست ځانمرګی برید وو، که د پېښور او کوټې په بازارونو کې ځانمرګي بریدونه وو او که په قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ په ضد عملیات وو، د دغو دواړو صوبو اوسېدونکي پښتانه ورڅخه زیات اغېزمن شوي دي او تر اوسه پر عامو خلکو د ترهګرۍ اثرات ښکاره دي.

د شمالي وزیرستان د میرعلي اوسېدونکی سمیع الله د وي.او.اې ډیوه خبریال عدنان بېټني ته په مرکه کې وایي، په سیمه کې یې د ضرب عضب عملیاتو د دوی ژوند له تباهۍ سره مخ کړ:

"اپرېش چې کله شروع شو موږ ډېر زیات خوښ وو، چې کېدای شي په علاقه کې مو اوس یو ښکلی وخت راشي، خو موږ چې له بې کورۍ بیرته ور ستانه شو نو هغه ترهګري ده، یواځې یې وسلوالو ته د (نامعلوم افراد) نوم ورکړ، موږ له ریاسته غوښتنه کوو چې نور دي له موږه ترهګري بنده کړي، پخپله یې شروع کړې ده پخپله یې په بندولو ښه پوهېږي".

د پېښور پوهنتون یو استاد جمیل چترالی وایي، د ترهګرۍ په ضد جګړه کې چې په څه ډول له انساني حقونو سرغړونه شوې ده، پکار دی د هېوادونو مشران یو ځل کښېني او داسې تړونونه وکړي چې د خلکو ژوند ورسره خوندي شي:

"نن ضرورت دی چې دنیا یو ځل بیا د نوي دور له غوښتنو سره سم د جنګ د نړیوالو اصولو په بنیاد یوه نوې معاهده وکړي، چې هغه د عامو خلکو د ژوند، مال، د ماشوم، ښځې، معذوره او کمزوره طبقو د حفاظت بندوبست وکړي او دا جنګ چې اوس له ریاستي پوځي یونیفارم څخه غیرریاستي عناصرو ته منتقل شوی دی د دې لپاره څه لاره وګوري".

د پاکستان پوځ په هېواد کې د ترهګرۍ ځپلو خلکو د یاد او احترام لپاره د ملګرو ملتونو د نړیوالې ورځې په مناسبت اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي ولس او پوځ یې د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

پاکستاني چارواکو وخت په وخت دعوه کړې چې په دې هېواد کې شاوخوا شپېته زره ۶۰۰۰۰ خلک په ترهګرۍ او د ترهګرۍ ضد جګړه کې وژل شوي دي، خو د ځینو ازادو سرچینو په وینا په دغو وژل شویو خلکو کې زیاته برخه د پښتونخوا، پخوانیو قبایلي سیمو او بلوچستان د پښتنو ده.

XS
SM
MD
LG