لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان: په ۳۵ منتخب شوؤ پارليماني غړو باندې مقدمې درج دي
تازه خبر

پاکستان: په ۳۵ منتخب شوؤ پارليماني غړو باندې مقدمې درج دي


پاکستان کې د پارلیمان په نوؤ منتخب شوؤ غړو کې په ۳۵ د بېلابيلو جرمونو مقدمې درج دي چې پکې يواځې د حکومتي واکمنه ګوند پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ايي) سره تعلق لرونکي ۱۸ غړي شامل دي.

پاکستان کې په ټولټاکنو د څار ادارې (فافېن) ترمخه په منتخب شوؤ پاتې غړو کې د نهه تنو تعلق د پاکستان مسلم ليګ ن، د پينځه ؤ تعلق د پاکستان پيپلزګوند او يو يو تعلق د متحده قامي مومنټ او عوامي نيشنل ګوند سره دی.

د ډان د راپور ترمخه فافين د شتمنو ممبرانو نومونه ويلي چې پکې تر ټولو زيات شتمن د اربونو روپو ملکيت لري په هغو کې د څلورو تعلق د پاکستان تحريک انصاف ګوند، د دوؤ تعلق د مسلم ليګ ن، د يو يو تعلق د پاکستان پيپلزګوند او يو د عوامي نيشنل ګوند سره دی.

په شتمنو ممبرانو کې تر ټولو زيات شتمن د پاکستان تحريک انصاف ګوند د پېښور نه کامياب شوی نور عالم دی د چا شتمنۍ چې د ۳.۲ اربه روپو نه سېوا دي.

په دوېم نمبر شتمن د مسلم ليګ ن د پنجاب د بهاولنګر سيمې نه کامياب شوی احسان الحق دی او د هغه شتمنۍ ۲.۳ اربه روپۍ دي.

په درېم نمبر شتمن ممبر د پاکستان پيپلزګوند مشر بلاول بهټو زرداري دی د هغه سره د ۱.۵۴ اربه روپو شتمنۍ دي.

په نورو شتمنو ممبرانو کې د اېم کيواېم د کراچۍ نه نجيب هارون، د مسلم ليګ ن نورالحسن تنوير، د پي ټي ايي د بونېر شېراکبر او ډي ايي خان يعقوب شېخ او مردان نه اميرحېدر زمان خان شامل دي.

د دغو واړو ممبرانو شتمنۍ د يو ارب روپو نه سېوا دي.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان چې وزيراعظم جوړ شوی د وزيراعظم د چوکۍ ترلاسه کولو وروستو نوموړي په خپله لومړۍ وېنا کې زيات زور په سادګۍ راوړلی دی.

نوموړي ويلي په ۲۰ کروړه ابادۍ کې يواځې اته لاکه خلک ټېکس ورکوي، هغه ويلي په ملک کې به د ټېکس راټولو کچه سېوا کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG