لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان:دقربانۍ دڅاروي پسر نښتې د پینځوؤ کسانو ژوند اخستی


دخیبر پښتونخوا په مردان سیمه کې د قربانۍ د څاروي په سر د دوؤ ډلو ترمینځ‌ سخته نښته شوې چې پکې پینځه کسان وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي دي.

پولیس وایي دغه پېښه د لویې اختر په لمړۍ ورځ د مردان د طورو په ډهکۍ سیمه کې د اختر د نمونځ نه وروسته رامیځته شوې ده .

د طورو دپولیس تاڼې محرر وائس اف امریکه ډيوه ویب پاڼې ته ویلي دچهارشنبې په سحر چې خلک د اختر د نمونځونو نه راستانه شول اؤ قربانۍ یې کولې په دغه مهال دطورو په ډهکۍ سیمه کې دوه کورنۍ دقربانۍ د څاروي په پیسو خپلو کې ورانې شوې اؤ خبره ډزو ته ورسیدله.

دپولیس وینا ده چې دواړو خواؤ په یو بل ناتاره ډزې کړي چې پکې د مبصر، محمدحسین ،بدري الزمان،راجولي اؤ صابر په نومونو پینځه کسان وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي دي.

ژوبل کسان د علاج دپاره د مردان اؤ پېښور روغتونونو ته رسول شوي چې په هغې کې هم ډاکټران د دوؤ کسانو حالت مرګونی ښایي.

پولیس دا هم وایي چې دواړو کورنیو د یو بل په ضد د وژنو دعوې کړي دي اؤ‌ دپېښې پلټنې روانې دي.

د مردان د طورو سیمې سره تعلق لرونکي یو وکیل فضل اکبر ایډوکیت وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي د اختر په لمړۍ ورځ سیمه کې ددغه خونړۍ پېښې په رامینځته کیدلو ټوله سیمه د ویر اؤ غم سره مخ شوې ده اؤ خلکو نه داختر خوشحالۍ هیرې شوي دي.

هغه وویل سحر چې کله دا پېښه شوه نو ټول کلی په غم ککړ شو، خلکو نه اختر اؤ قربانۍ پاتې شوې اؤ د مړو اؤ زخمیانو په سمبالولو بوخت شول.

په پښتنه ټولنه کې مدام په وړو، وړو خبرو دغسې سترې جګړې کیږي چې وروسته هغه په خانداني دښمنیو بدلیږي اؤ دغه دښمنۍ بیا تر مودو،مودو دوام مومي چې اکثر پکې د کورنیو ټول غړي ووژل شي.

دتیرې میاشتې په ۲۴مه نیټه هم د پېښور په کلیواله سیمه سوړیزو کې د ماشومانو پسر نښته کې اووه کسان وژل شوي وؤ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG